کور / تازه خبرونه / زابل: د شکایاتو د کمیسون د پریکړي خلاف لاریون روان دى

زابل: د شکایاتو د کمیسون د پریکړي خلاف لاریون روان دى

په زابل کي دشکایاتودکمیسون دهغي پریکړي پرخلاف خلکولاریون پیل کړ، چي دزابل دوه ۲تنه کامیابه کاندیدان دلیست څخه وایستل شول.
لاریون کونکي مرکزکلات ښارته راوتلي وو اوامنیتي ساتونکو ښارته د داخلیدو ته پرینښودل. د کلات عمومي چوک باندي لاریون کوونکو دکابل لویه لاره وتړله اوداشعارونه يي ورکول چي که دولت ددوى ږغ وانه وري دوى به خپلولاریونونوته دوام ورکړي.
هغوى د شکایاتودکمیسون وروستۍ پریکړه یوه جوړه شوې توطيه وبلله.
لاریون کونکي اوس هم په مرکز کلات ښارکي دسرې میاشتي رياست مخته دکابل کندهار پرلویه لاره ناست دي اولویه لاره يي د تلونکو ترافیکوپرمخ تړلې ده.