کور / تازه خبرونه / کابل: د کرکيټ ملي سټډیم د رغولو ډبره کېښودل شوه

کابل: د کرکيټ ملي سټډیم د رغولو ډبره کېښودل شوه

د کابل کرکټ ملي سټډیم د جوړولو کار د څو میاشتو راهیسې پېل شوی چې نن یې د جوړولو رسمي پرانست غونډه وشوله، دې پرانست غونډې ته د هیواد مخور شخصیتونه او په کابل کې د متحده ایالاتو سفیر ایکن بیرې راغلي و.
د افغانستان د مالي وزیر او د کرکټ بورډ عمومي مشر په خپلو خبرو کې لومړی د امریکا د سفیر ایکین بیرې او د راغلولو ټولو میلمنو څخه مننه وکړه.
ښاغلي زاخیلوال د افغانستان د کرکټ سره د مرستو په اړه وویل(( هر څوک چې د کرکت سره مرسته کوي هغوی د افغانستان سره مرسته کوي، د دوی مرستې افغان ځوانان او کوچنیان د نشه یې توکو او د بد عملونو څخه راګرځوي، تر اوسه پورې د کرکټ په وده او پرمختګ کې ۷۰٪ افغان سوداګرو مرسته کړي ده او د نورو مرستو هیله ترې هم لرو چې په نژدې راتلونکې کې یې افغان کرکټ بورډ سره د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره وکړي)).
د کرکټ عمومي مشر د متحده ایالاتو د ۱.۱ ملیون ډالرو مرستې څخه چې دکابل کرکټ د ملي سټډیم د رغولو لپاره کړي مننه او کور ودانی وکړ.
د متحداه ایالاتو سفیر غونډې ته په وینا کې وویل چې ((زه نن ډیر خوشاله یم چې د کابل د سټډیم د رغونې په چارو کې برخه اخلم، نوموړي د افغان کرکټ بورډ سره ژمنه وکړه چې دکرکټ سره به یې دا مرسته اخرنۍ نه وي او له دې وروسته به هم مرستې کوي. همدارنګه ښاغلي وویل چې په راتلونکې کې به په ګډه په داسې پروژو کار وکړو چې د کرکټ سپورټ له لارې د ځوانو افغانانو ژوند لا ښه کړو)).
د متحده ایالاتو سفیر د افغانستان د مالي وزیر او د کرکټ عمومي مشر ته خبرو په پای کې یو د توپ وهنې بیټ ډالۍ کړ چې پرې یې لیکلي دي: (( ښاغلي وزیر صېب زاخېلوال، د افغانستان ځوانانو او د کرکټ د غوره راتلونکې په هیله او د متحده ایالاتو سره په راتلونکې لوبه کې د ښو لاسته راوړنو په هیله( د افغانستان منډې ۱۳۵ او د امریکا متحده ایالاتو منډې ۱۰۶ د ۲۰۱۰ ز کال د فبروري ۱۱ دوبۍ).(( کارل ایکن بیري په کابل افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر ۲۳ نومبر ۲۰۱۰ز کال)).

د کابل سټډیم په اړه اړین معلومات:
د کابل کرکټ ملي سټډیم ۱۳ جریبه مځکه کې جوړ شوي چې اوس یې د رغولو چارې د کیر انټرنیشنل جوړونې شرکټ پر مخ بیايي.
د کیر جوړنې شرکت په پلان کې لري چې په دې مرسته لومړی د د سټډیم څخه څلور دیوالونه تاوو کړي چې تر دې دمه د دیوالونو کار زیاته اندازه پای ته رسیدلي ده.
همدارانګه دوی اټکل کړی چې د کابل کرکټ ملي سټډیم چارې د ۲۰۱۱ز کال د جولای د میاشتې پورې چې په دې میدان کې د اوبو شندنې سیستم او څو نړیوال پیچونه، د ۶۰۰۰ سیالکونکو ته د ناستې ځایونه، لوبغاړو ته د ناستې ځانګړی ځای، او د اولې کچې میلمنو لپاره د ناستې ځای په دې مرسته کې جوړ کړي.
د یادونې وړ ده چې د کیر مؤسسه په دې پیسو دغه کار په اول پړاو( فیز) کې پر مخ بیايي. افغان کرکټ په پلان کې لري چې دغه د کرکټ سټډیم د هیواد په پلازمېنه کې دي نو اړینه ده چې په دې سټډیم کې افغان کرکټ بورډ یوه اداري ودانۍ هم ولري خو د کیر جوړونې مؤسسه وايي چې په دغې ځانګړې شوې بودیجه کې اداري ودانۍ نشي جوړیدلای، افغان کرکټ بورډ د هیواد د ټولو سوداګرو او غیر حکومتي ادارو څخه هیله کوي چې د کرکټ په وده او پرمختګ کې دې د کرکټ بورډ سره مرسته وکړي او خپل نوم د هیواد په تاریخ کې په زرینو پاڼو کې ثبت کړي.