کور / تازه خبرونه / نيويارک ټايمز: افغان حکومت له جعلي طالب مشر سره خبري کړي وې

نيويارک ټايمز: افغان حکومت له جعلي طالب مشر سره خبري کړي وې

د نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي افغان حکومت له يوه داسي جعلي طالب سره خبري کړې وې چي ځان يې د طالبانو په دوهم مشر ملااخترمحمد منصور باندي تېر کړى وو.
ملااختر محمد منصور د طالبانو د امارت پر مهال د کندهار د هوايي ډګر قومندان وو، چي د ملابرادر تر نيول کېدو وروسته د هغه ځاى ناستى ټاکل سوئ دئ.
د راپور له مخي جعلي ملااختر محمدمنصور شاوخوا دوې مياشتي دمخه له پېښور څخه کابل ته په الوتکه کي انتقال سوئ وو، چي د ناټو مشر يې په هکله وويل دوى دغه طالب مشر ته زمينه مساعده کړې وه چي کابل ته راسي.
راپور وايي جعلي طالب مشر درې ځله له افغان حکومتي مقاماتو سره ليدلي وو.
تر نيويارک ټايمز دمخه لوېديځو مطبوعاتو ويلي وو چي د ناټو په الوتکه کي کابل ته له افغان حکومت سره د خبرو دپاره مولوي عبدالکبير، مولوي صدراعظم او يوه بل طالب چارواکى انتقال سوي وو، خو دا يې نه دي ويلي چي جعلي ملامنصور هم د دغو طالب مشرانو سره پر يوه وخت کابل ته راغلى وو که څنګه.
بايد وويل سي چي طالبانو له افغان حکومت سره د خپل غورځنګ په استازيتوب د هيڅ يوه طالب مشر ليدنه او مذاکرات نه مني.
بلي خوا ته د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د نيويارک ټايمز دغه راپور رد کړ او په يوه خبري کنفرانس کي وويل چي نه يې له ملااختر محمدمنصور سره خبري کړي دي او نه هم په دې نامه کابل ته کوم اصلي يا جعلي استازى د طالبانو له خوا راغلى دئ.