کور / تازه خبرونه / لوى څارنوال د انتخاباتو له درغليو پرده پورته کړه

لوى څارنوال د انتخاباتو له درغليو پرده پورته کړه

د افغانستان لوى څارنوال محمداسحق الکو په تيرو پارلماني انتخاباتو کي له درغليو او پټو معاملو څخه پرده پورته کړه.
ښاغلى الکو چي نن د مشرانو جرګې د شکايتونو کمېسون ته بلل سوئ وو، وويل چي ملت د خپلو استازو د ټاکنو دپاره رايي واچولې، خو په تاسف سره چي د ځينو کسانو له خوا د وکيلانو پر سر د کابل د صرافۍ په مارکېټ (شهزاده سراى) او دوبۍ کي سوداوي کېدلې.
ښاغلي الکو وويل چي د دغو معاملو په باب لويي څارنوالۍ اسناد او شواهد ترلاسه کړي دي، او په دې معامله کي د انتخاباتو د کمېسون د مشر فضل احمد معنوي د دفتر مشر هم لاس درلودئ.
د مشرانو جرګې د شکايتونو کمېسون ويلي چي د انتخاباتو نهايي پايلي دي تر هغه وخته نه اعلانېږي، چي د وکيلانو شکايتونو ته جواب نه وي ويل سوئ.
بايد وويل سي چي د مشرانو جرګې د انتخاباتو د خپلواک کمېسون مشر هم ور بللى وو، خو نوموړى غير حاضر وو.