کور / راپور / راشدي: چين يوازينى ځاى نه و چې ملي سرود پکې خپور نه شو

راشدي: چين يوازينى ځاى نه و چې ملي سرود پکې خپور نه شو

د لراوبر يادونه:

په آسيايي لوبو کي چي دوې اونۍ دمخه د چين په ګوانجو ښار کي پيل سوې او د افغانستان د ملي سرود پر ځاى فارسي سندره پکښي خپره سوه، پر ملي مطبوعاتو او ولسي وګړو سربېره يې په ولسي جرګه کي هم غبرګونونه راپارولي دي، په دې هکله د بي بي سي پښتو څانګي يو راپور چمتو کړى، چي له بي بي بي سي پښتو ويبپاڼي څخه په مننه يې خپروو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي پخوا هم د ملي سرود پر ځاى بل څه خپارۀ شوي دي

د اسيايي لوبو په ترڅ کې د افغانستان د ملي سرود پر ځاى د يوې بلې سندرې پر خپرولو کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لومړى غبرگون ښوولى دى .

د دغه وزارت مرستيال مبارز راشدي بي بي سي ته وويل دا په بيجينگ کې د افغان سفارت تيروتنه ده .

ښاغلي راشدي وويل دا لومړى ځل نه دى چې دا ډول تيروتنې کيږي :

” له بده مرغه په ځېنو برخو کې تېروتنې کيږي چې دا په بهر کې زموږ د استازو کمزورتيا او نيمگړتيا په ډاگه کوي،ما خپله په يو شمېر بهرنيو سفرونو کې ليدلي چې د ملي سرود د غږولو پرمهال پخوانى سردو غږول شوى دى.

هيله ده چې په بهر کې زموږ استازي دغه ټکي ته متوجه شي او هيله مند يم په راتلونکي کې دا ډول کار ونه شي”.
موږ هڅه وکړه چې د ښاغلي راشدي پر دغې څرگندونې د بهرنيو چارو د وزارت غبرگون هم واخلو خو بريالي نه شو.

مشرانو جرگې د بهرنيو چارو وزارت ، اطلاعاتو او کلتور وزارت او د المپيک کمېټې مشران وربللي چې په دې اړه معلومات ورکړي .

د افغانستان د ولسي جرگې يو شمېر غړو هم په دې اړه تند غبرگونونو ښوولي او دغه کار يې د هېواد او ملي هويت سپکاوى بللى دى.

د افغانستان د ولسي جرگې د فرهنگي کمېسيون مشر حاجي محمد محقق د ملي سرود په نه خپراوي حيرانتيا څرگنده کړه .

ولسي جرگه

ښاغلي محقق له حکومت څخه د پلټنې غوښتنه وکړه:

” په کار ده چې د يوه هيواد يو پلاوى او يا سپورټي ډله چېرته ځي د خپل هيواد بېرغ له ځانه سره ولري او په هغوځايونو کې چې ملي سرود غږول کيږي ملي سرود وغږوي.

ما خپله په يو شمېر بهرنيو سفرونو کې ليدلي چې د ملي سرود د غږولو پرمهال پخوانى سردو غږول شوى دى.

د اطلاعاتو او کلتور مرستيال وزير:

خو که په هغو ځايونو کې چې ملي سرود غږول کېږي بل سرود او يا شعار خپور شوى وي دا غير تخنيکي کار او تېروتنه ده”.

خود ولسي جرگې د فرهنگي کميسيون يوه بله غړې ساهره شريف هغه کسان د ملي هويت په سپکاوي تورن کړل چې گواکې په لوى لاس يې ملي سرود نه دى غږولى.

د ولسي جرگې بل غړى کبير رنجبر بيا د ملي سرود نه خپراوى د يوې مشخصې ډلې کار بولي،چې دى يې ملي خاينان يادوي.

ښاغلي رنجبرپه دغه پيښه کې د ښکيلو ټولو کسانو د محاکمې غوښتنه وکړه:

“ملي خيانت”

” دا کار په لوى لاس شوى، او آن زه يې د ملي خيانت تر کچې بولم،هغه کسان او کړۍ چې دغه کار يې کړى بايد محاکمه شي او قانون پرې تطبيق شي. دا د ملي هويت سپکاوى دى”.

تېره اونۍ د چين په گوانجو ښار کې د اسيايي لوبو د پيل په مراسمو کې د افغانستان د ملي سرود پر ځاى د ( وطن عشق تو افتخارم ) سندره وغږول شوه.

په لومړي سر کې د افغانستان د ملي اولمپيک يوه چارواکي بي بي سي ته ويلي و ،نه پوهېږي دغه سندره د اسيايي لوبو تنظيمونکو ته چا سپارلې وه.

خو وروسته د المپيک د ملي ادارې مشر ظاهر اغبر بيا بي بي سي ته ومنله چې دغه کار دوى کړى او دليل يې دا و چې د دۀ په وينا د مراسمو په دغه برخه کې معمولا” ملي سرود نه غږول کېږي.

خو د مراسمو په همدغه برخه کې د نورو هيوادونو ملي سرودنه وغږول شول .

تبصره نسته

  1. دهندوستان دپوني دپوهنتون افغانی محصلین دملی سرودنه خپرولوپه اړه دافغانیستان دولت چپ تیا په کلکه غندی. اودمسولوکسانومحکمه کیدل غواړی.
    په درنښت

  2. وټولوافغان محصلینواودافغانستان هر وګړی ته دکرکټ دبریالیتوب موبارکی وایم. ځکه چی افغانستان دکرکټ لوبډله که څه هم دصحیح امکاناتوپه نه درلودلوسره دپاکستان دلوبډلوسره په کلکه مقابله کی دپاکستان لوبډلوته ماته ورکړه. دغه دافغانستان یوافتخاردی.
    زه حبیب الله بادین زئ دهندوستان پونا دښارڅخه وټولوافغانانوته دزړه له کومي مبارکي وایم.
    تل دي وي ازادافغانستان
    په درنښت

  3. دډیورنډ دموضوع حل په دغه موجوده شرایطو کی دومره ساده مسئله هم نه ده چی هغه دی دافغانستان دخلګو خصوصا دلر اوبر پشتنو دصلاح او مشوری پرته هغه هم یو ځومحدود متعصب او کینه توزه فراری اشخاص له امریکا او جرمنی ځخه حل کړی هغه ددری ژبی يو متل دی چه وایی:به هرچه بازی آخر په ریش بابا هم بازي؟ددیورنډ ناروا کرښه باید دبیځایه تلویزیونی پروګرامونو چه دبیکاری له وجه یی ځینی اشخاص مخ ته وړی دافغانانو په زخمونو باندی بی جهته مالګی ونه پاشی مانا داسی لکه ځینی نا پوه داکتران چه د مرض په تشخیص ډیر ښه پوهیږي ولی دوا نه شی ورته پیداکولی، او یا هم ددیورنډ دکرښی دنامه ځخه په استفاده خپل شخصی نور اهدا ف مخ ته وړي،دا کار دځو مریضو اشخاصو له صلاحیت ځخه ډیر لوړ اقدام دي،تاسی او ل خپل وطن دای،اس،ای د جاسوسانو له منګلو خلاص کړی په افغانستان کی یو ملی حکومت او ملی ُفوځ جوړ کړی دپردیو له احتاجه ځان خلاص کړي،اوهم دخپلو روحی ناروغیو اعلاج وکړی،دا جرائت په ځان کی پیداکړی له امریکا او اروپا ځخه خپل هیواد ته ستانه شی وروسته له هغه ځایه ددیورڼد دجرګی په نامه خپل اواز را اوچت کړي فعلا ده کجا ودر ختان کجا؟ دامریکا او اروپا له ښایسته پارکو دا وړی نه شړي کیږي.یو ه پښتنه غواړم ستاسی ځخه وکړم:ایا ستاسی چرګی دډیو رنډ ځخه بلی غاړی پرتو پشتنوسره کومه مشوره او مفاهمه کړي ده؟ معلومه ده چه تاسی دیوی غاړی سره هم په مشوره کی نه یاست او بیله دهل اتڼ مو اچولی دي؟ دغسی بیله دهل اتڼونو زمونږ وطن دبدبختی سره مخامخ کړي دي.چه هر ځوک په داخل کی شخصی ګروپونه اوبانډونه او په خارج کی شخصی اتحادیی او بیځایه جرګی جوړه وي او په خپل سر دخپلی خوښی طرحی وړاندی کوي او دنورو دتوهین او تحقیر باعث ګرځي او بی مورده حکمونه صادروي،باور وکړی چه دغه بیځایه انفرادی فعالیتونو دافغانانو وحیثئت او اعتبار ته زیان رسولی دي