کور / تازه خبرونه / اروپا ته د افغانستان د الوتکو پر تګ بنديز ولګېدئ

اروپا ته د افغانستان د الوتکو پر تګ بنديز ولګېدئ

اروپايي ټولني پرون پرېکړه وکړه چي د نومبر له ٢٤ – مي نېټې وروسته د افغانستان د ملي او شخصي هوايي شرکتونو الوتکي له اروپا څخه منع دي.
اروپايي ټولني ويلي چي د افغانستان حکومت د دوى له پرله پسې خبرداريو سره سره نه دئ توانېدلى چي اروپا ته د تلونکو الوتکو تخنيکي او امنيتي شرايط د اروپا له معيارونو سره برابر کړي.
د افغانستان پر ملي هوايي شرکت آريانا باندي څو کاله دمخه لا اروپا ته د تګ بنديزونه لګېدلي وو، خو يوازي يې د جرمني فرانکفورت ښار ته الوتني درلودې، خو د نوي بنديز له امله به فرانکفورت ته هم د آريانا الوتني بندي سي او همدا راز به د پامير، کام اير او صافي شخصي شرکتونو الوتني ټولو اروپايي هيوادونو ته بندي سي.