کور / تازه خبرونه / عبدالخالق فراهي: زه له القاعدې سره بندي وم

عبدالخالق فراهي: زه له القاعدې سره بندي وم

په پښتونخوا کي پخوانى افغان کونسل حاجي عبدالخالق فراهي وايي دى د القاعدې شبکې له خوا تښتول سوئ او له هغوى سره بندي وو.
ښاغلي فراهي له آزادۍ راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کي وويل چي دوه کاله او دوې مياشتي دمخه چي له پېښور ښار څخه وتښتول سو، لومړى درې شپې د ښار په يوه سيمه کي وساتل سو، وروسته يې ښار ته نيژدې يوې بلي سيمي ته انتقال کړ او درې شپې وروسته يې قبايلي سيمو ته ورساوه چي هلته د القاعدې شبکې د بهرنيو جنګياليو په لاس کي وو.
فراهي وويل چي د بند شپې او ورځي يې پر درو برخو وېشل سوي وې، چي لومړۍ برخه يې خاص شکنجې او تحقيقات ول، وروسته يې دوسيه څېړل کېده او دريمه برخه يې د خوشي کېدو په باب خبري اتري وې.
ښاغلي فراهي د آزادۍ راډيو ته وويل چي په پخوانيو نکلونو کي يې د سياچاه نوم اورېدلى وو، خو د القاعدې په بند کي يې په خپلو سترګو په عملي توګه ولېدئ، نوموړي وويل چي ١٧ يا ١٨ ساعته پرله پسې به يې سترګي، لاسونه او پښې تړلي وو او په يوه تنګ تياره ځاى کي به يې اچولى وو.
فراهي په خپله مرکه کي هغه خبرونه رد کړل چي ګني په تښتونه کي يې د پاکستان يا کوم بل ګاونډي يا خارجي هيواد لاس وو.
نوموړي دا خبري هم رد کړې چي ګنې د القاعدې يا طالبانو له لوړ پوړو بنديانو سره په تبادله کي خوشي سوئ دئ، خو په عيني وخت کي يې وويل چي د خوشي کېدو له جريان څخه پوره خبر نه دئ.
عبدالخالق فراهي په پښتونخوا کي د افغانستان کونسل او پاکستان ته نوى ټاکل سوئ سفير وو، چي د نوي دندي تر پيل دمخه د پېښور ښار له حيات آباد څخه د ٢٠٠٨ کال د سپټمبر پر ٢٢ – مه نېټه وتښتول سو او تر دوه کاله او دوې مياشتي بند وروسته د تښتوونکو له خوا په جلال اباد ښار کي افغان حکومت ته وسپارل سو.