کور / تازه خبرونه / مظاهره چيانو د کابل او شمال لاره بنده کړې ده

مظاهره چيانو د کابل او شمال لاره بنده کړې ده

د بغلان ولايت د دوو ناکامو پارلماني کانديدانو پلويانو نن هم د کابل او شمال ترمنځ غځېدلې لاره تړلې ده.
مظاهره چيان وايي د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات دي له سره وسي، ځکه چي په اوسنيو کي زياتي درغلۍ سوي دي.
نن دوهمه ده چي په سوونو مظاهره چيانو د کابل او شمالي ولايتونو ترمنځ يوازنى غځېدلى سړک بند کړى دئ او د راپورونو له مخي په سوونو موټران د لاري په اوږدو کي پر بيابان پاته دي چي سپرليو يې تېره په يخ کي تېره کړې ده.
ځايي چارواکي وايي له مظاهره چيانو سره د قومي مشرانو په واسطه خبري رواني دي چي لاره خوشي کړي خو تر اوسه يې نتيجه نه ده ورکړې.
راپورونه وايي چي دغه مظاهرې د ډاکټرمحمدنصيب مدبر او حاجي عاشق الله په نوم د بغلان ولايت د دوو کانديانو ملاتړو پيل کړي دي.
د آزادۍ راډيو وايي ډاکټر نصيب مدبر د طب ډاکټر او ورور يې د فارياب امنيه قومندان دئ او حاجي عاشق الله سوداګر او د ناټو ځواکونو قراردادي دئ.
بايد وويل سي چي د افغانستان په نورو ولايتونو او کابل ښار کي هم د پارلماني انتخاباتو پر ضد مظاهرې سوي دي، او له حکومت څخه له سره د انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.
ټاکل سوې ده چي د پارلماني انتخاباتو نتايج نن تر غرمې دمخه د ټاکنو د خپلواک کمېسون له خوا اعلان سي.