کور / تازه خبرونه / د پارلماني انتخاباتو وروستۍ پايلي اعلان سوې

د پارلماني انتخاباتو وروستۍ پايلي اعلان سوې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون د سنبلې د مياشتي د پارلماني انتخاباتو وروستي نتايج اعلان کړل.
د دې کمېسون رئيس فضل احمد معنوي وويل چي د غزني ولايت نتايج د تخنيکي مشکلاتو له امله تر اوسه نه دي اعلان سوي چي وروسته به اعلان سي.
د غزني ولايت پر رايو باندي نيوکه کېده چي د ولايت له ١٧ ولسواليو څخه په ١٢ پښتني ولسواليو کي رايي نه دي اچول سوي او په پاتي ولسواليو کي ټول د يوه قوم کانديدان کامياب سوي دي، چي په هکله يې ولسمشر کرزي هم اندېښنه څرګنده کړې وه.
خو د هرات ولايت په باب چي د اوبو او برېښنا د وزير محمداسماعيل خان او د انتخاباتو د کمېسون د يوه کارمند ترمنځ دوې اونۍ دمخه د درغليو مکالمه خپره سوه، څه نه دي ويل سوي.
داسي ښکاري چي د انتخاباتو کمېسون تر څېړنو دمخه د هرات ولايت نهايي رايي اعلان کړي وي، ځکه د دې کمېسون وياند ويلي وو چي دوى د اسماعيل خان او د انتخاباتوکمېسون د غړي عبدالرشيد راشد د مکالمې په باب څېړني کوي.

لوستونکي کولاى سي چي د پارلماني انتخاباتو نتايج له لاندي لينک څخه وګوري.
http://www.iec.org.af/results_10/pashto/