کور / علمي / د طبي اخلاقو بنسټونه

د طبي اخلاقو بنسټونه

ليکنه: ډاکټر خسرو سنګروال- لندن

تېره پېړۍ چې په انساني تاریخ کې د ودې او پرمختګ تر ټولو چټکه پیړۍ ګڼل کیږي، د طب او درملنې په ډګر کې هم د ایښنده پرمختګونو شاهده وه. د دې پېړۍ په اوږدو کې د انساني ژوند اوږدوالی په منځنۍ توګه په سلو کې ۶۴  ډیر شوی دی. د ژوند، خوراک، اوسیدنې او استوګنې معیار، د طبي میندنو له برکته تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی. د پنسلین، انسولین او نورو درملیزو توکو پیژندنه او په سوداګریزو کچو د دې توکو جوړونه د ډیرو ځورونکو ناروغیوملا ماته کړې ده. د ډله اییز  واکسین او نورو معافیتی کړووړ چټک پرمختک د ګوزڼ، شري، چیچک او ربیلا په څیر وژونکي او معیوبونکي انتاني ناروغۍ یا د ځمکې له سره ورکې کړي دي او یا یې د ورکولو په حال کې دي.
د تشخیصي طب بېسارې ودې د سلګونو ناروغیو وختي پیژندنه او درملنه شونې کړې ده. د غږنو څپوUltra Sound  ،  Xوړانګو   Xray،او مقناطیسی انځورنې Magnetic Resonance Tomography (MRI) طبي کارونې دچنګاښي ناروغیو درملنه کې د ډاکټرانو کار ډیر اسانه کړی دی. د طبي سازو سامان ودې د جراحی طب په ډګر کې داسی عملیات اسانه کړي دي چې یوه لسیزه د مخه یې تصور هم نه کیده . د ارثی او ‌‌ذروی طب ونډې د لسګونو مور زیږدي ناروغیو د وختی پیژندنې، مخنیونې او درملنې کار اسانه کړی دی. مخنیویز طب د انتاني او نورو وژونکو ناروغیو شمیر او ګواښ پڅ کړی دی.
خو د طب ودې سره سره د دې ډګر لوبغاړو او څیړونکو ته ننګونې لا هم ډیرې شوي دي. ډاکټران او روغتیاپالان اوس د تاریخ له هر تیر پړاو نه لا ډیر د جدي او کلکو ننګونو سره مخ دي. د ټولنې او وګړو  توقعات او غوښتنې له طبی نړۍ نه لا ډېرې شوي دي ، او د ناروغیو په درملنه کې د ډاکټرانو پاتې راتلل له هر وخت نه ډیر زړونه ماتوي. خو د طبي او مسلکي ننګونو سره ډغرې د دې  ډګر یواځنۍ ستونځه نه ده. هغه څه چې نن سبا تر بل هر وخت نه ډیر  اړین بلل کیږي هغه د طبی اخلاقو او پت پالنه ده. په تیرو نږدې لسیزو کي نړیوال فلسفه پوهان او د طب د ډګر لوبغاړي په دې برخه کې د کار کولو اړتیا ته متوجې شوي دي. د طب او طبي تکنالوژۍ ودې د ځان سره د اخلاقی ستونځو او ننګونو یوه نړۍ راوړې ده.  نننی ډاکټر، په ځانګړې توګه پرمختللو هیوادونو کې، د درملنې د هر ګام پورته کولو سره دې ته اړ دی چې د خپلې درملنې اخلاقي اړخونه وشني. د طب او درملنې اخلاقي اړخ ته ډیرویدونکې پاملرنه که څه هم یو مثبت بهیر ګڼل کیږي، خو ډېری وخت په ډاکټرانو باندې یو داسې بوج کیږي چې ښایې په درملنې اغیز وشیندې. خو په هره توګه د طب په ډګر کې د اخلاقو مراعات اړین بلل کیږي.
له بل پلوه نننۍ ټولنه ځان د نوي او پرمختللي طب دومره احسانمنه  او پوروړې ګڼي چې ډېری وخت له ډېرو بوږنونکو طبي اخلاقي نادودو او تېروتنو نه هم سترګې پټوي.
په افغانستان کې د طبي څیړنو پیمانه هسي هم سپکه ده او د طبي اخلاقو په اړه لیکنې د نشت سره برابرې دي. دا ډیره اړینه ده چې ډاکټران د بنسټیزو طبي اخلاقو نه خبر وي چې طبي پرکټیس یې له اخلاقی پلاوه د منلو وړ وي. دلته په لاندې توګه د طبي اخلاقو بنسټونه په دې ډګر کې د کار د پیلامې په توګه وړاندې کیږي. بیلابیلو نړیوالو طبي او حقوقي مرکزونو په بیلابیلو وختونو کې ډول ډول د درملنې اخلاقي لاښودونه خپاره کړي دي چې په دې مرکزونو کې د انساني حقوقو نړیواله اداره او د بریتانیی جنرل میډیکل کونسل ډیر څرګند دي. خو هغه څه چې په توله نړۍ کې د ډیرو طبي بنسټونو لخوا نه د پراخ بریده اخلاقي ارونو په توګه منل شوي دي هغه د بیوشمپ  او چایلدریس ‌ Beauchamp&Childress   له اړخه راپیژندل شوي د طبي اخلاقو څلور لاندې بنسټیز ارونه دي:
۱-ځانواکي Autonomy
۲- برابري  Justice
۳-  ښه کول Beneficence
۴-  زیان نه رسول  Non-maleficence
دا څلور ارونه ، که څه هم د ځنې څیړونکو لخوا نه ډیر ساده او تور او سپین بلل شوي دي خو په ټوله کې ډیر پراخ بریده ،او د بیلابیلو کلتوري او دیني چاپیرپالونو سره سمی خوري. دلته هر یو ار په لنډو باندې سپړو.

۱-  ځانواکي Autonomy
ځانواکي په دې مانا ده چې ناروغ ته باید د خپلې ناروغۍ په درملنه او سمبالولو کې پوره واک ورکړل شي. د ناروغ هیلو او غوښتنو ته درناوی وشي، او دې ته وهڅول شي چې د خپلې ناروغۍ په درملنه کې منځنۍ ونډه ولري. په خپله ناروغ ته باید د ناروغۍ په اړه او د ناروغۍ د تشخیص او درملنې د پایلو په باب پوره مالومات ورکړل شي، ټولې مثبتې او منفي پایلې ورپه ډاګه شي، او وروستۍ فیصله ناروغ ته پریښودل شي.
په ختیځو هیوادونو کې د طبي کړیو تر منځ یو وران دود دا دی چې ناروغ ډېری وخت وروستی سړی وي چې د خپلې ناروغۍ نه خبریږي. د وژونکو ناروغیو لرونکي ته هیڅ کله د تشخیص، درملنې او د ناروغۍ د پایلې په اړه نه ویل کیږي. دا هغه څه دي چې د طبي اخلاقو د لومړني ار ، یانې ځانواکۍ سره په توپیر کې ده.
د ناروغ  ځانواکۍ ته درناوی ایجابوي چې د درملنې پیل نه د مخه ناروغ ته پوره مالومات ورکړل شي او یواځې هغه وخت درملنه پیل شي چې ناروغ خوښه ورکړي. همدا راز ناروغ بایده ده د دې پوره واک  ولري چې د درملنی د منلو نه ډډه وکړي خو په دې شرط چې ناروغ په ‌ذهني لحا‌ظ د داسې یو تصمیم د نیولو جوګه وبلل شي. د درملنې د منلو او نه منلو نه د مخه باید ناروغ ته د ناروغۍ او درملنی په اړه پوره مالومات په خپله ژبه وړاندې شي. د داسې ګرانو طبی ،لاتیني او عربي اصطلاحاتو او ګړنو نه باید ډډه وشي چې د ناروغ سر پرې نه خلاصیږي.
دوه داسي اکرونه دي چې د ځانواکۍ کیسه پکې ډېره مطرح ده . لومړی د ډېر عمر ناروغانو کې او دویم په هغو ناروغانو کې چې د بیرته رغیدو شونتیا یې نه وي او له ذهني لحاظه هم د دې جوګه نه وي چې د ژوندي ساتونکو درملونو او ماشینونو د درولو هیله څرګنده کړي .
د ډېر عمر ناروغان ډېری وخت د ګڼو ناروغیو له کبله دومره په صحي توګه نیمګړي شوي وي چې د درملنې اوږدول ورته د یو دروند پیټي په څیر په اوږو بار وي . دا ناروغان د زړه له کومې نه غواړي چې د زړه دریدو په مهال یې څوک په سینه باندې ټوپونه ووهي . نو له همدې کبله ده چې د دې ناروغانو وروستیو هیلو ته درناوی وشي او هڅه وشي چې د ژوند وروستۍ شیبې له درد او کړاو نه په کراره تیرې کړي.
هغه ناروغان چې روغتیا یې دومره زیانمنه شوي وي چې نور یې نو د رغیدو هیله نه وي او د ژوندي ساتونکو درملونو او ماشینونو په مټ یې یوازې سا چلیږي ، او ماغزو یې د دې وړتیا له لاسه ورکړې وي چې د خپلې درملنې د اوږدولو یا درولو په اړه تصمیم ونیسي، په داسې اکرونو کې غوره تعامل دا دی چې د تجربه منو او مسئولو ډاکټرانو یوه ډله (له یو نه ډیر ډاکټران چې د ناروغ په ژوند او مړینه کې یې کومه ګټه نه وي) داسې یوه پریکړه وکړي چې ناروغ ته تر هرې بلې پریکړې ګټوره وبلل شي.

۲- برابري Justice
په طب کې برابري په دې مانا ده چې رغښتګرو او روغتیاپالانو ته په کار ده په درملنه او د روغتیایې اسانتیاو په ویش کې له مناسب چلند او انصاف نه کار واخلي. که چېرې یو ډاکټر د توکم، رنګ، ژبې، هېواد،شخصی سلیقې ،جنس او جنسي اخلاقو په بنسټ له نورو ښه یا بده درملنه وکړي نو د برابرۍ ار به یې تر پښو لاندې کړی وي. د دې ار پام کې نیول څومره چې  ډاکټرانو ته اړینه ده همداسې د یو هیواد د روغتیایي څانګو چارواکو ته هم هرو مرو ده. هرو مرو دا ده چې چارواکي د هیواد بیلابیلې سیمې د روغتیایي اسانتیاوو د ویش له پلوه په مور او میره ونه ویشي. دا خبره مخ په ودې هیوادونو کې، چې  روغتیایي اسانتیاوې په کې د ناروغانو د شمیر په تناسب لږ دي، ډېر ارزښت لري. د یوې ټولنې د قشرونو تر منځ روغتیایي نابرابري ناورینونه زیږولی شي.
په پر مختللې نړۍ کې د برابرۍ  مسئلې په زړه پورې او ګرانې پوښتنې پیدا کړي دي. د بیلګې په توګه که یو ناروغ د سګرټو د څکاک له کبله بیا بیا د سږو په ناروغیو اخته کیږي اود ډاکټرانو د لارښونې سره سره له څکاک نه لاس نه اخلي او په روغتیایي سرچینو باندې بوج اچوي ، ایا دا به د برابرۍ د اصل سره په توپیر کې نه وي چې دا ناروغ د ډاکټر د لارښونې د نه منلو له کبله بیا بیا بستر شي او د یو بل ناروغ د برخې روغتیایي خدمتونه هم وخوري؟ دا ډیرې ګرانې اخلاقي پوښتنې دي چې  فلسفیان یې په ځوابولو کې پاتې راغلي دي.
۳- ښه کولBeneficence
ډاکټر له اخلاقې پلوه په دې ګمارلی دی چې د خپل ناروغ د روغتیا او ښېګڼې لپاره کار وکوي او ناروغ ته ګټه ورسوي (Beneficence)
کیدای شي دا کار کله کله د ناروغ او د خپلوانو د غوښتنو او انګیرنو سره په ټکر کې وي. دلته نو بیا ډاکټر ته په کار ده چې له خپل ټولنیز مهارت نه کار واخلي او هغه څه وکوي چې ناروغ ته په ګټه وي.
داسې پیښې هم راتللی شي چې ناروغ یا د کوما په حال کې وي او یا د بلې کومې ستونځې له امله د ځان په ګټه د تصمیم نیولو جوګه نه وي، او کیدای شي د کورنۍ او خپلوانو تصمیمونه یې د ناروغ په ګټه نه وي . دلته ده چې ډاکټر د ښه کولو د اخلاقو په بنسټ دې ته اړ دی چې د ناروغ او یوازې د ناروغ په ګټه ګام پورته کړي.
خو کله چې ډاکټر د ناروغ په ګټه درملیز اقدامات کوي نو ښکاره ده چې هره درملنه د احتمالي ستونځو او ربړو سره هم ملګرې وي . نو دلته د طبي اخلاقو څلورم ار یانې زیان نه رسول Non-malefincenceپه کاریږي.

۴- زیان نه رسول Non-malefincence
د طبي اخلاقو دا وروستي ارونه ، ښه کول او زیان نه رسول، په اصل کې د یو ډېر نري انډول ساتلو ته وایي . ډاکټر باندي نه یوازي دا لازمه ده چې خپل ناروغ ته ښه ورسوي بلکې د زیان رسولو نه تر وروسي بریده مخنیوی وکوي. داسې کول ډېری وخت ډیر دقیق غور او ځیرنه غواړي. ډیرې داسې ناروغۍ شته چې درملنه یې د انسان د روغتیا یو بل اړخ ته نه رغیدونکی زیان رسولی شي. په داسې ځایونو کې باید ډاکټر د دې دواړو ارونو پام کې نیولو ته ژوره پاملرنه وکړي . د دې ار د پام کې نیولو ارزښت په دې بیلګه کې ښه څرګندیدای شې چې که چیرې یو ناروغ د ملا د یو معمولي درد سره ډاکټر ته لاړ شي او ډاکټر د دې درد د تشخیص لپاره ، پرته له دې چې کرارونکي درملونه وکاروي ،د ملا د ایکسرې لارښونه وکړي نو ناروغ ته به یې د زیانمنونکو وړانګو یوه لویه پیمانه پرته له اړتیا نه وکړې وي، او په دې توګه به یې د زیان نه رسولو د ار نه برید کړی وي.
د زیان نه رسولو ار د عامو وګړو د روغتیا ساتنې په برخه کې هم بنسټیزه ونډه لري. د ساري په توګه که چیرې یو ناروغ په داسې یوه انتاني ناروغۍ اخته وي چې نورو وګړو ته یې لیږدیدنه اسانه وي ، نو ډاکټر ته په کار ده چې ناروغ ته د اړینو لارښونو سربیره نور داسې مخنیویز ګامونه هم واخلي چې د عامو وګړو خوندیتوب ډاډمن شي.

پورته څلور اخلاقي ارونه په ډېرو روغتیایي او ټولنیزو بیلګو کې د یو بل سره په ټکرکې راځي چې راتلونکې کې به په دې اړه ولیکو.
په لسګونو طبي اخلاقي مسایل شته چې یو ډاکټر ته په کار ده پرې خبر وي ، او د درملنې په مهال یې په پام کې ونیسي . دا ټول مسایل او ستونځې تر ډېره بریده د پورتنیو څلورو ارونو په رڼا کې مطالعه کیدای شي.
لکه څنګه چې د مخه یادونه وشوه د څلورو اخلاقي ارونو دا تیوري له ځانه نیمګړتیاوې لري خو بیا هم د یو ډاکټر لپاره د ورځنې کار د اخلاقي ساتلو لپاره ښه لارښود کیدای شي . له یو ډېر لومړني طبي پروسیجر نه نیولې تر پر مختللي جراحي عملیاتو پورې درست طبي کړه وړه باید په اخلاقي معیارونو باندې برابر وي. پورتني ارونه د داسې کولو لپاره ښه لارښود دی . د درملنې اخلاق البته په پورتنۍ تیوري کې نه لنډیږي. په راتلونکې کې به په ګڼو نورو طبي اخلاقي ننګونو وغږیږو .