کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ٢٠١٤ کال کې به افغان حکومت د امنيتي چارو پېټى پورته کړاى شي؟

٢٠١٤ کال کې به افغان حکومت د امنيتي چارو پېټى پورته کړاى شي؟

د روانې نومبر مياشتې په شلمه د لېسبون په کنفرانس کې د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن وويل: دی توقع نه لري، چې له ۲۰۱۴ ز کال نه وروسته دې ددوى ځواکونه په افغانستان کې د طالبانو پرضد په جګړه کې برخه واخلي.
ده خبريالانو ته وويل:« زه فکر نه کوم چې ايساف ځواکونه دې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې حربي رول ولري، البته حمايوي رول به د اړتيا تر مهاله په غاړه ولرو.»

د ناټو په دې پرېکړې خپله افغان ولسمشر حامد کرزي هم خوښي وښوده او وې ويل: فکر کوي چې نور بهرنيانو دده غوښتنې درک کړي او نه غواړي په افغانستان کې دننه دې جګړه لاپسې وغزېږي؛ خو ورسره د هېواد په دننه کې د يو شمېر کارپوهانو نظرونه هيلې، نيوکې او اندېښنې هم څرګندې شوې.

ځينې يې د افغان ملي اردو په پياوړتيا هومره باور نه لري، چې اړتيا ورته ليدل کېږي؛ ځکه دوى استدلال کوي: له يوه لوري افغان حکومت ملي اردو ته فوځيان جزبوي او له بل اړخه بېرته د ملي اردو له ليکو فوځيان تښتي او دندې پرېږدي؛ نو دې چارې ته په کتو به افغان حکومت څنګه وکړاى شي، چې دوى تر ټاکل شوې مودې د خپلو فوځيانو شمېر پوره کړي ترڅو  امنيتي پېټى پخپلو اوږو واخلي؟! .
بله دا؛ بهرنيان په ښکاره دا نارې وهي چې ترڅو يې په سيمه کې خپل اهداف پوره شوي نه وي د وتلو فکر هم نه کوي. اوس يادې خبرې ته په پام د ناټو پرېکړه په اوسنيو شرايطو کې هسې يوه بهانه کېداى شي، دوى په دې کار سره خپلو اتحاديانو ته اطمنان ورکړ ترڅو هغوى ته ووايي، چې موږ تردغه وخت برى ترلاسه کولى شو او په دې سره غواړي خپل بېن المللي حثيت هم وساتي.

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد منګل شېرزاد بيا افغان حکومت ته د امنيت سپارلو په اړه وايي: که افغان ملي اردو او عسکر هرڅومره زيات شي؛ نو زه په دې باور لرم؛ هغه سېکالوژېکي فشار، چې په اوسنۍ ملي اردو او عسکرو د وسله والو مخالفينو لخوا پروت دى دوى به يې پرته د بهرنيانو له ملاتړه ديوې اونۍ مقاومت وس ونه لري که څه هم موډرنې وسلې په واک کې ولري. دى استدلال کوي: عسکر اجير دى او هېڅکله هم په داسې حال کې د بل چالپاره خپل ځان نه وژني او د جګړې په وخت کې به هر سړى خپل ځان خوندي ځاى ته رسوي او له مقامت نه به مخ اړوي.

په ننګرهار کې د خصوصي اريانا پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي رئيس محمد اکبر شېر بيا د لېسبون کنفرانس د جګړې د مخنيوي لپاره يو ښه پيل بولي او وايي: په کومو لوريو چې د جګړه مارو ډلو د هڅولو شک کېده هغوى پخپله هم دغه غونډې ته ورغلي و او يوبل ته يې د دوستۍ لاسونه سره وغځول لکه روسيه؛  خو نوموړى بيا په دغه کنفرانس کې د ځينو مهمو موضوعګانو چې بايد په ښکاره ډول يې يادونه شوې واى ګونګ پاتې کېدل يوه تشه بولي دى وايي:
– په دغه کنفرانس کې دا معلومه نه شوه چې ناټو د کومې چارې په موخه افغانستان ته راغلې او ايا دابه تر ٢٠١٤ کال پورې ترسره شي او کنه!
–  په لېسبون کې د ناټو غړو هېوادونو ترمنځ يوه ثابته همغږي نه وه.
– خپله جمهور رئس حامد کرزى هم په دې قانع نه و چې په ٢٠١٤ کال کې دې د ناټو فوځيان له افغانستان نه ووځي او دا ډاډ هم ورسره نه و چې امنيتي چارې به ملي اردو او افغان امنيتي سکتورونه په خپل واک کې واخيستلى شي او کنه.

نوموړى وايي د ناټو ترشاه ٤ فرضيې پرتې دي:
١-  ناټو څنګه د خپلو وتلو امکانات په داسې حال کې سنجوي.
٢- هغه مهال چې ملي اردو ته امنيتي چارې سپارل کېږي ايا دوى به يې په هغه وخت کې وړتيا ولري او کنه؟
٣-  هغه مهال چې ملي اردو ته واک سپارل کېږي جګړه به په کوم حال کې وي؟
٤-  هغو منطقو ته چې واک ورکول کېږي د اکمالاتو لاره به څنګه وي؟.

دى وايي: يادې هغه مسلې دي چې له بده مرغه د لېسبون په کنفرانس کې ورته هېڅ پام لرنه ونه شوه او هيله مندي هم دغو څو ټکو ته ډېره وه.
شېر زياتوي: ياده پرېکړه د افغان حکومت د ويښولو او هڅولو لپاره په ځاى فکر دى او بهرنيان غواړي په دارنګه پرېکړو دوى خپلې امادګۍ ته متوجه کړي. دى وايي: بل پلو ناټو غواړي له دې لارې په دواړو لوريو (افغان حکومت او وسله والو مخالفينو) فشار راوړي او ورته وښيي چې تاسې زموږ دوتلو غوښتنه کوئ دادى غوښتنه مو منو؛ خو اوس به معلومه شي چې تاسې سره خپلو کې جوړېږئ او کنه. اوس افغان حکومت ته په کار ده چې تر ټاکل شوې مودې له وسله والو مخالينو سره يوې موافقې ته ورسېږي او ترمخ پرتې ستونزې حل کړي او خپل ځان چمتو کړي.

په ننګرهار کې د سياسي چارو څارونکى شېرعالم امله وال هم دا پرېکړه د روانې جګړې د پاى لپاره يو ښه فکر بولي او خوښي څرګندوي چې راتلونکې نتيجه به يې مثبته وي؛ خو نوموړى بيا د افغان حکومت په اوسني نيم ژواندي وجود باور نه لري او وايي: تجروبو ښودلې د ولسمشر کرزي تر مشرۍ لاندې اوسنى کوم ټيم چې کار کوي دوى ددې توان نه لري چې دغه بار دې په اوږو يوسي. دى زياتوي:  که چېرته د افغانستان په دولت کې بدلون راشي او مسلکي او ژمن خلک په دندو وګمارل شي؛ نو تمه ده، چې دغه پرېکړې به يوه ښه نتيجه ورکړي.
امله وال وايي: د ښو کدرونو په ګمارلو کې هم بايد چارې عملي بڼه ولري نه داچې يوازې د کاغذ پرمخ همداسې په ليکلې بڼه پاتې شي.

نتيجه:
ډېر شمېر سياسي کارپوهان په دې باوردي چې که چېرته افغان دولت له خپلو وسله والو مخالفينو سره تر ټاکل شوې مودې پرمخ پرتې ستونزې حل کړي او ورسره د خپل ملي پوځ او عسکرو په روزلو کې نظامي تجهيزات برابر کړي؛ نو تمه ده چې د امنيتي چارو مسووليت په ښه شان ترسره کړي.
ځکه دوى استدلال کوي: افغان دولت  سره د وسله والو مخالفينو د يو ځاى کېدو لومړى وړانديز همدادى چې بهرني فوځيان دې له افغانستان نه ووځي او روانه جګړه هم تر ډېره همدا اړخ لري؛ نو اوس ښکار ده چې د نړۍ والو بهرنيو قوتونو په وتلو سره به سيمه کې امن راشي؛ خو شرط په کې دادى چې مخالف لوري او دننه په افغان دولت کې ځيني لوړپوړي مخالف کسان د جګړې پاى ته رسولو پرمخ ژمن پاتې شي.