کور / تازه خبرونه / لويه څارنوالي: د ټاکنو پايلي د منلو وړ نه دي

لويه څارنوالي: د ټاکنو پايلي د منلو وړ نه دي

د افغانستان لويي څارنوالۍ ويلي چي د پارلماني انتخاباتو وروستۍ پايلي دوى ته د منلو وړ نه دي.
د لويي څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري بي بي سي ته ويلي چي تر هغه مهاله چي لويي څارنوالۍ ته په انتخاباتو کي د درغليو ور رسېدلي راپورونه څېړل سوي نه وي، دوى اوسنۍ پايلي نه تائېدوي.
ښاغلي نظري ويلي چي په ټاکنو کي زياتي درغلۍ سوي دي او لويه څارنوالي يې په هکله تحقيقات کوي.
بايد وويل سي چي د افغانستان پارلماني ټاکني د ځينو ناکامو کانديدانو تر نيوکو هم لاندي دي او وايي بايد له سره انتخابات وسي.