کور / تازه خبرونه / يمن: چاودنې ١٧ تنه مړه او ١٥ ټپيان کړل

يمن: چاودنې ١٧ تنه مړه او ١٥ ټپيان کړل

ديمن په شمال کې ديوې بمي چاودنې له امله اوه لس تنه وژل شوي اوپنځلس نورټپيان شوي دي.
دنوموړي هېوادامنيتي چارواکي وايي چې ياده پيښه تيره ورځ هغه مهال وشوه چې ددغه هېواد شعيه مزهبي ښاريان په خپلومذهبي مراسموکې بوخت ول .
په ورته وخت کې ددغه هېوادروغتيايي چارواکوويلي چې ديوشمير ټپيانوروغتيايي حالت دانديښنې وړدى.
چارواکوزياته کړې چې تردې دمه کومې ډلې ديادې پيښې پړه پرغاړه نه ده اخيستې خودپوليسوله لوري يې پلټنې روانې دي.