کور / تازه خبرونه / ګورجستان له روسيې سره خبرو ته چمتووالى ښودلى

ګورجستان له روسيې سره خبرو ته چمتووالى ښودلى

دګورجستان ولسمشر وايي هيواديې چمتودى چې دروسيې سره دخپلې خاورې لانجې پرسر له کوم پخواني شرط پرته خبروته کيني .
نوموړې اروپايي پارلمان ته په وينا کې وويل هيواد يې يو ژورو او هراړخيزو خبرو اترو تيار دى .
دګورجستان ولسمشرله روسيي غوښتنه وکړه چې له بحث اوخبرو اترو څخه دې ډډه نه کوي .
دنوموړې په وينا که روسيه دخپلو يرغلګرو ځواکونو له ويستلو ډډه وکړي او که ددوي ملاتړې وسله وال له بشري حقونو سرغړونې ته ادامه ورکړي نوګورجستان به يواځې دځان د دفاع له حق څخه په استفادې پرخپله اتياسلنه خپلواکه خاوره دکوم نوي بريد په صورت کې ځواب ووايي .