کور / تازه خبرونه / نيوزلنډ: په کان کې بند کارکوونکي مړه شوي دي

نيوزلنډ: په کان کې بند کارکوونکي مړه شوي دي

دنيوزلينډ پوليس وايي ګومان کېږي چې په ياد هيواد کې د ډبرو دسکرو په يوکان کې هغه نهه ويشت تنه کان کيندونکې چې يوه اونۍ وړاندې ديوې چاودنې له امله په کان کې بندپاتې وه مړه شوې وي .
په سيمه کې دژغورنې ډلې مشر وايي په دغه کان کې دچهارشنبې په ورځ يوځلې بياترځمکې لاندې چاودنه ترسره شوه چې ګومان کېږي له امله به يې څوک ژوندي نه وي پاتې .
ديادونې وړده دغه نهه ويشت تنه کان کيندونکې تيره جمعه ديوې زور ورې چاودنې له امله بند پاتې شول چې تراوسه اړيکې وروسره نه دي ټينګي شوي .