کور / راپور / د ښاغلي ډاکټر حامد د اتیایمي کلیزي د ویاړ غونډي راپور

د ښاغلي ډاکټر حامد د اتیایمي کلیزي د ویاړ غونډي راپور

ډیرو درنو هیوادوالو!
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په ابتکار او نوښت د هیورت په ښارګوټې کې ٫٫ په افغانستان کې د د یموکراسۍ  لسیزې ٫٫ د سیمینار په سبا ،د 2010 کال د نوامبر په 20 مه نیټې ٫٫ په افغانستان کې دد یموکراسۍ د لسیزې نومیالۍ څیرې ښاغلي ډاکټر عبدالصمد حامد د اتیایمې کلیزې  ویاړ غونډه ٫٫ جوړه کړه .

په ویاړ غونډه کې د هیواد وتلې څیرې تاریخپوه ښاغلي  پوهاند محمد حسن کاکړ، وتلي ژورنالیست ښاغلي اسد الله هلالي، د دعوت خپرونې مسوول مدیراو پیاوړي ژورنالیست ښاغلي محمد طارق بزګر ، ځوان ډاکټر او تکړه لیکوال ښاغلي نجیب زاخیلوال، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مشرتابې جرګې غړو او نورو درنو هیوادوالواو د ښاغلي ډاکټر صاحب مینه والو ګډون کړی وو.
د غونډې چلوونکی ښاغلي اسد الله هلالي و. غونډه  حاجي صاحب فضل الرحمن  شیر  د قران عظیم الشان په سپیڅلو آیاتونو سره پرانیسته.



 
ښاغلي چلوونکې  د ډاکټر صاحب نجیب زاخیلوال څخه هیله وکړه تر څو د ښاغلي ډاکټر صاحب عبدالصمد حامد ژوند لیک، غونډې ته وړاندي کړي.



ښاغلي  ډاکټر صاحب زاخیلوال په لنډیز داسې وویل :
٫٫ ښاغلی ډاکټر صاحب عبدالصمد حامدد ۱۹۲۹ز كال د جنورۍ په ۸ مه نېټه د خوګياڼو په ولسوالۍ كې د نايب الحکومه عبدالرزاق خان آغا کره زېږېدلې  په خټه محمدزی دی. لومړنۍ زده كړې يې د نجات په لېسه كې ترسره كړي، او د لوړو زده كړو لپاره سویس ته ولېږل شو.
ښاغلي ډاکټر صاحب حامد  په ۱۹۵۷ز كال سويس کې په قانونپوهنه كې  دوكتورا  ترلاسه كړه. هېواد ته د راستنېدو سره يې د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي كې د ښوونكي په توګه، په دنده پيل وکړ، نوموړي په ډېرو رسمي او دولتي لوړو څوكيو کې كار كړې. په ۱۹۶۴ز كال کې د ډاکټر يوسف لخوا  د اساسي قانون د تسويد په ډله کې شامل شو چې همدا مهال يې د ښوونې  او روزنې په وزارت کې د منځنيو تدريسات د ريس په توګه دنده ترسره کوله. لدې سر بېره د ديموکراسۍ په حکومتونو کې د پوهنتون ريس، د پروان والي، د نوراحمد اعتمادي په دوره کې د پلان وزير او د ډاکټر ظاهر په دوره کې د صدارت مرستيال په دندو پاتې شوې دی. نوموړي د ډاکټر ظاهر د حکومت پرمهال د بادغيس او د غور د واليانو د ليرې کولو پر سر خپله دنده پرېښوده او استعفا یې وکړه.
داچې د ديموکراسۍ په کلونوکې داسې انګېرل کېدل، چې ښاغلی ډاکټر عبدالصمد حامد به د افغانستان صدراعظم وي خو  ښاغلی عبدالغفار فراهي ددې لامل شخصي او قومي دلایل بولي او باچا لازمه نه بلله چې د نوراحمداعتمادې د اوږده حکومت او ډاکټر ظاهر د لنډ حکومته ورسته صدراعظم شي او بل داچې د ظاهرشاه مشاورينو  د ډاکټر عبدالصمد حامد د صدراعظم کېدلو سره موافقه نه کوله.
 د غويي د اوښتون څخه وروسته په ۱۹۷۸ز كال زندان ته واچول شو.  او په ۱۹۸۰ز كال راخلاص شو او  آلمان ته کډوال شو، چې تر نن ورځې پورې دلته په آلمان کې اوسېږي ٫٫.



تر هغه وروسته بیا ښاغلي پوهاند کاکړ په تفصیل خبرې وکړې او د خپلو خاطرو یاد یې وکړ. استاد کاکړ، ډاکټر عبدالصمد حامد د هیواد اصیل بچی وباله،او ښاغلی حامد یې یو سپیڅلی، با تقوا، با درده او هوښیار سیاستوال وباله، چې ساری یې ډیر کم لیدل کیږي.


وروسته د ښاغلي ډاکټر عبدالصمد حامد مرکه ددوی په خپل غږ کې ، چې د ټولنې د مشر تابې جرګې غړې په مرسته د وخته د تیلیفون په کرښه شوې وه، د غونډې برخوالو ته واورول شوه.
ښاغلې ډاکټر عبدالصمد حامد ، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې او په خاصه توګه د ټولنې د مشر تابه جرګې څخه د زړه له کومې مننه وکړه او د ټولنې هلې ځلې یې وستایلې. ښاغلي ډاکټر عبدالصمد حامد د افغانستان حالات حساس وبلل او هیواد کې یې د سولې او ثبات هیله وکړه او هیواد وال یې اتفاق او ګډ کار ته راوبلل .



وروسته بیا ښاغلي طارق بزګر، د ښاغلې ډاکټر عبدالصمد حامد په اړه خپل خاطرات بیان کړل، د حامد صاحب هیواد پالنه یې وستایله ، دعوت سره د حامد صاحب د مرستې  یادونه او کورودانی وویل. ښاغلي طارق بزګر هم د پوهاند صاحب وینا پخلی وکړ او حامد صاحب یې یو خواخوږی او سپیڅلی افغان سیاستوال وباله.



په پای کې ښاغلي هلالي، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشر ښاغلي انجینییر استاد سید حسن څخه هیله وکړه ،چې خپله اختتامیه وینا واوروي.
ښاغلې استاد ، د هیواد وتلې سیاستمدار او سپیڅلې انسان ښاغلې ډاکټر عبدالصمد حامد په اړه تفصیلي خبرې وکړې د حامد صاحب د تقوا ډک سیاسي ژوند یې وستایه .
استاد، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په نوښت دا ویاړغونډه مثبته ارزیابي کړه او د ګډونوالو راتګ څخه یې مننه وکړه.


په پای کې د ویاړ غونډې ګډونوالو د دعا په ترڅ کې ښاغلي ډاکټر صاحب عبدالصمد حامد  ته د ښه او اوږده ژوند هیله وکړه، په دې توګه یوه تاریخې ،د درنښت غونډه پای ته ورسیده.

و من الله توفیق

په درنښت
د ټولنې مشرتابه جرګه