کور / تازه خبرونه / دايکندي: د هوايي ډګر د بيا رغونې او پراختيا کار پيل شو

دايکندي: د هوايي ډګر د بيا رغونې او پراختيا کار پيل شو

دترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي اوس مهال ددغه ولايت هوايي ډګر ډير وړوکى دى خو ددغه ولايت اړتياوو ته په پام سره د دايکندې ولايت هوايي ډګر په پنځه ويشت جريبه ځمکه کې ديوکال په موده کې رغيږي .
دنوموړې وزارت په وينا د دايکندي دهوايي ډګر پراخوالى او بيارغاونه نږدې پنځه ميلونو ډالرو ته اړتيا لري چې دبرطانيه هيواد له لورې دې وزارتس سره مرسته شوې .
دغه وزارته زياتوي د دايکندي هوايي ډګر په جوړيدو سره به هره ورځ نږدې لس الوتنې له هغې څخه ترسره شي چې د دولت په عايداتو کې به هم زياتوالى راشي .
دغه وزارت دروان کال ترپايه پورې په هيواد کې دنږدې څلرويشت ولايتي اونړيوال هوايي ډګرونو دجوړولو دکاردپيل خبر ورکوي .