کور / تازه خبرونه / بلخ: د سوداګرۍ رياست نوې وداني پرانيستل شوه

بلخ: د سوداګرۍ رياست نوې وداني پرانيستل شوه

دهيواد دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت وزيرانور الحق احدي دبلخ ولايت دسوداګرۍ رياست نوي ودانۍ پرانسته .
دغه ودانۍ چې له يوجريب څخه په زياته ځمکه په دوه پوړونو کې جوړه شوې ده .
دبلخ ولايت سوداګرو دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت وزير سره په ناسته کې له بهرنيو بازارونو سره نه اشنايي،دسوداګريز پاسپورټ نشتوالى اوهيواد ته دکم کيفيت لرونکو نفتي مواد پر واردولو خبرې وکړې اوله دې وزارت څڅه يې وغوښتل ترڅو ددوي ستونزو ته پام وکړي .
په ورته وخت کې دسوداګرۍ اوصنايعو وزير وايي دسوداګرو ستونزې يې اوريدلې او ددي ستونزو په هوارۍ کې به اقدام وکړي .