کور / تازه خبرونه / فضل الرحمان: سياسي حل القاعده تيښتي ته اړباسي

فضل الرحمان: سياسي حل القاعده تيښتي ته اړباسي

د افغانستان دجګړې سياسي حل به دالقاعده شبکه اړباسي چې سيمه پريږدي .
دغه خبره دپاکستان دجامعة العلوم الاسلام مذهبې ډلې مشر مولانافضل الرحمن له رسينو سره په مرکه کې کړي دي .
هغه ويلي هغه مهال چې په جګړه کې ښکيلې خواوي دجګړې دپاى ته رسولو په موخه خبرو اترو ته کيني پرالقاعده شبکې فشار زياتيږي او پرته له دي چې له سيمې ووځې بله لار نه لري .
ويل کيږي دپاکستان دغه سياستوال له طالبانوسره سخت ملاتړى دى او په سيمه کې دشخړي دپاى ته رسولو په موخه دهيواد له دولت سره د دطالبانو دخبرو اترو ملاتړ کوي .