کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دبې وسه ملت استازي که د بهرنیواجنټان ؟

دبې وسه ملت استازي که د بهرنیواجنټان ؟

((د افغانستان دپارلمان تر ګمبذه لاندې ))


په افغانستان کې پارلمان هم د دولت د نورو ځواکونو په څیر د بهرنیو د سیالی میدان دی . د ګاونډیو هیوادونو نه نیولی تر اشغلګرو هیوادونو پوری هر لوری هڅه کوی په افغانستان کې خپل سیاسی مصلحتونه ته د پارلمان له لارې ځان ورسوي .
پارلمان ..ولسی جرګه ..ملی شوری .
دا دهغه تشریعي ځواک نمونه دی چې په یوه دیموکرات نظام کې د حکومتدارۍ لپاره د ولس په ګټه قانونونه او دستورونه ایږدی ، اوبیا د دیموکراسۍ پر بنسټونو ولاړ حکومت دا قانونونه او دستورونه په ټولنه کې تنفیذوي . د دې لپاره چې په دیموکرات نظامونو کې بنیادی اصل دا دی چې ( د ولس حکومت پر ولس باندې ) نو پارلمان یا ولسي جرګه ته په مستقیمه توګه د ولس نه وکیلان (نمایندګان ) ټاکل کیږي ، تر څو د ملت حقوق د حکومت په چوکاټ کې تر لاسه کړی ، د حکومت له چارو څارنه وکړي ، او د ملت اړتیاوی او غوښتنې حکومت ته ورسوی ، د ملت له مصلحتونو نه دفاع وکړي ، ځکه چې دوی د ملت په استازیتوب ولسي جرګې ته لاره پیدا کړی وي .
که د دیموکراسۍ په نظام کې حکومت تنفیذي ځواک دی ، خو دا تنفیذي ځواک د حکومتدارۍ لپاره بیا یوه بل تشریعی ځواک ته اړ دي ،چې د تنفیذ لپاره د ملت په ګټه قانون ورته کیږدي ، تر څو هغه قانون تنفیذ کړی ، نو لدیه ځایه پارلمان په دیموکرات نظامونو کې ډیر پیاوړی ځواک دی .
په افغانستان کې پارلمان هم د دولت د نورو ځواکونو په څیر د بهرنیو د سیالی میدان دی . د ګاونډیو هیوادونو نه نیولی تر اشغلګرو هیوادونو پوری هر لوری هڅه کوی په افغانستان کې خپل سیاسی مصلحتونه ته د پارلمان له لارې ځان ورسوي .
د استعماری قوتونو د نظامی اشغال په پایله کې افغانستان هم د دیموکراسۍ لدې نعمت (پارلمان) څخه برخمن شو ، او په ظاهري توګه ذهنیت داسې واخیستل شو، چې ګواکې ولس د دیموکراسۍ له اساساتو سره سم خپل استازی پارلمان ته وروپیژندل . خو په حقیقت کې داپارلمان له هغو شخصیتونو او سیاسی قوتونو نه جوړ شوی چې د بهرنیو له حمایت نه برخمن دي او د بهرنیو د سیاسی مصلحت لپاره کار کوي ، نه په علمی کچه ددې وړ دي چې د ملت کړاونه درک کړی او بیا ئې د تداوۍ په لاره کې مبارزه وکړی ،او نه هم په سیاسی ډګر کې د تدبیر او سنجش خاوندان دي تر څو د پردیو دسیسې او توطئې کشف کړی او ملت ورنه وژغوري . له کومه ځایه چې افغانستان تر اشغال لاندې دي ، او اشغالګرو په خپل وار د افغانستان سیاسی او فکری فضا هر ډول بهرنیۍ مداخلې ته پرانیستی پریښی ده ، نو ټولو هغو هیوادونو چې د افغانستان له کشالې سره په یو ډول نه یوډول تړاو لري ، خپلې مداخلې ته د افغانستان په سیاسی جریاناتو کې ادامه ورکوي ، هغه هیوادونو چې ِغواړي په افغانستان کې د سیاسی لحاظه مطرح وي ، نو دپارلمان په چاپیریال کې حضور ورته ډیر د اهمیت وړ دی . لدې ځایه هر بهرنی سیاسی قوت د افغانستان پارلمان ته د خپلو لاسپوڅي په رسولو کې تقصیر نه دی کړی ، بلکې په ټول توان سره ئې کوښښ کړی چې خپل وجود په پارلمان کې تثبیت کړي ، تر څو دافغانستان په سرنوشت کې خپله ونډه ولري ، او داسې یو پارلمان په افغانستان کې رامنځ ته شو ، چې پکې د مختلفو سیاسی او فکری تمایلاتو څیښتن شخصیتونه راټول شول ، طبیعی ده چې دا ډلې او شخصیتونه چې نه ئې تر منځ د فکر انسجام شته اونه هم د سیاست او لیدلوری انسجام ، د هر یوه د تحرک ریموټ کنټرول د بل چا په لاس کې دی ، نو لدې ځایه به د پخوا په څیرد افغانستان د پارلمان تر ګمبذې لاندې هر ناسته په ناندریو پیل او د بوتلو په ویشتلوبه پای ته رسیږي ، په هر ناسته کې به د افغانستان وقار او حیثیت تر پوښو لاندې کیږي ، په هر غونډه کې به د افغانستان عزت او ویاړ نړیوالو ته لیلامیږي ، په هره غونډه کې به نړیوالو ګوري چې افغانان د خپل ملت په کور کې هم سره په جنګ دي . دپخوا په څیر د ملت په نامه داسې خلکو پارلمان ته لاره وموندله چې تر ملی ګټو وړاندې بهرنیو مصلحتونو او شخصي ګټو ته ژمن دي ، نه د ملت غم ورسره دی او نه هم دهیواد ، دپخوا په څیر به درانه درانه معاشونه د ملت دخدمت په نامه اخلي ، اوبیا به په دوبۍ او اوروپا کې ورباندي خپله عیاشۍ کوي . ځکه چې اکثریت ئې هغه مهال چې ملت په وینو کې غرق ؤ په اوروپا او بهرنیو هیوادونو کې خپل اوساه ژوند کاوه ، وډیری نور ئې په ایران کې د ایران او امریکا د پټو توطیو لپاره روزل کیدل .
یو ځل بیا د دیموکراسۍ د اساساتو پر بنسټ په افغانستان کې د رقیبانو تر منځ د ملت په نامه لوبه تر سره شوه ، د خلکو اراده د وهمي وعدو په اساس تر لاسه شوه ، چا پارلمان ته د رسیدو لپاره د وهمي نمرو (دکور ځکمه) وعده د خلکو سره وکړ ه ، او چا هغه پیسې په خلکو وویشلې چې بهرنیو د دې موخې لپاره دوی ته ورکړی وې ، او ملت د بیوزلۍ او بې کارۍ له امله د دغو توطیئو ښکار شوو ، د همدردۍ او کومک په نامه ئې یو څه په لاس کې ورکړل تر څو رایه ورنه واخلي . د دیرش کلنې چګړې له امله سیاسی شعور په عامو خلکو کې دومره وده نه ده کړې چې پدې وپوهیږی چې زما رایه یعنی زما اراده ، زه چې خپله رایه هر چا ته ورکوم داسې ده لکه خپله اراده چې هغه ته ورکړم .
که دافغانستان تیر پارلمان ته یوه ځغرنده کتنه هم وشي دا قناعت په آسانۍ حاصلیدلی شي ، چې تیر پارلمان د افغانستان دملت لپاره هیڅ هم ونه کړل ، او نه به دا راتلونکی پارلمان د پام وړ خدمت وکړای شي ، ځکه چې هغه پارلمان هم داشغالګرو په خوښه جوړ شوی ؤ او دا به هم د اشغالګرو قوتونو په خوښه جوړیږی ، هغه هم د اشغالګرو ځواکونو د پلانونو د تبریر لپاره فیصلې کولې او دا نوی پارلمان به هم د بهرنیو قوتونو په ګټه فیصلې کوي .
د نړۍ پر مخ او په ځانګړی توګه په اسلامی نړۍ کې داسې نه ده پیښه شوی چې د استعمار قوتونو د دیموکراسۍ تر شعار لاندې یرغل کړی وي ، او بیا ئې په واقعی ډول هلته هغه دیموکراسی رامنځ ته کړی وي ، چې د خپلو هیوادونو وګړو ته ئې ورکوي ، په هر هیواد د یرغل لپاره پلمه دیموکراسۍ وي ، خو بیا د کلونو کلونو اشغال په اوږدو کې هغه هیواد د دیموکراسۍ مخ نه ویني ، بلکې بې امنیتي ، چور اوچپاول ، غارت ، ترور …هر ډول جرمونه په ټولنه کې خواره وي . لیری به نه ځو په معاصره زمانه کې زموږ اوتاسو په زمانه کې د دیموکراسۍ تر شعار لاندې ئې پر عراق یرغل تر سره کړ ، تر څو خلک د صدام حسین له دکتاتور حکومت نه وژغوري ، او ددیموکراسۍ له نعمت نه ئې چې ورنه محروم دي برخورداره کړي ، تر نن پورې په عراق کې د دیموکراسۍ نښه هم چا ونه لیدله ، او عراق ئې پرته له یو منتخب حکومت نه ایران ته پریښود .نن په عراق کې هغه خلک چې د صدام حسین د حکومت له اړخه زوریدلی ؤ ، هیله کوی چې د صدام حسین دکتاتور حکومت بیرته راوګرځی ، تر موجودې دیموکراسۍ نه د صدام حکومت ښه بولي . اوس څوک دا تصور کولای شي ، چې د عراق ملی اوردو دې د ایران د اردو په وړاندې مقابله وکولای شي ؟ ، عراق بیا دهغه اردو خاوند نه شي کیدلای چې د ایران په وړاندې وجنګیږی ، څرنګه چې د صدام حسین د حکومت پر مهال جنګیده .
د دیموکراسۍ د ذایفو شعارونو تر شاه د اسلام ضد مشؤمې توطیئې خلکو نور درک کړې دي ، اوپه دې غولونکو شعارونو نور نه غولیږي ، اونه هم پرې باور کوي . چیرته چې د اشغال په موجودیت کې په نهو کلونو کې پارلمان د ملت لپاره څه و نه کړل ، په راتلونکي کې به هم څه د پام وړ بدلون رامنځ ته نه کړاي شي .