کور / تازه خبرونه / د امريکا ولسمشر په لوبه کي زخمي سو

د امريکا ولسمشر په لوبه کي زخمي سو

د امريکا ولسمشر باراک اوباما پرون د باسکيټبال د لوبي پر مهال ژوبل سوئ دئ.
له سپيني ماڼۍ څخه خپاره سوي خبرونه وايي چي د مسابقې په جريان کي د مخالفي لوبډلي د لوبغاړي څنګل او د ولسمشر اوباما خوله سره لګېدلي، چي له امله يې شونډه چاودولې ده.
سپينه ماڼۍ وايي د ولسمشر شونډه ١٢ ټکه ګڼدل سوې ده.
د سپيني ماڼۍ خبرپاڼي ويلي چي اوباما له وړکتوب څخه د باسکيټبال لوبه کوله او اوس يې هم وخت ناوخت د کابينې له غړيو او د سپيني ماڼۍ له کارکوونکو سره کوي.