کور / تازه خبرونه / جعلي ملا منصور د برتانيې انتخاب وو

جعلي ملا منصور د برتانيې انتخاب وو

د افغانستان يوه حکومتي چارواکي ويل چي د طالبانو د نائيب مشر ملااخترمحمد منصور په نوم کابل ته راوستل سوئ جعلي کس د برتانوي استخباراتو انتخاب وو.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس د ولسمشر کرزي د دفتر د رئيس عمرداودزي په حواله ويلي چي دغه کس د بلوچستان ايالت له کوټي څخه څو ځله کابل ته راوستل سوئ وو، چي له افغان حکومت سره مذاکرات وکړي.
عمر داودزي ويلي چي ولسمشر کرزي له جعلي ملامنصور سره نه دي ليدلي او پر ده باندي افغان حکومت شکمن وو.
بلي خوا ته يوه برتانوي چارواکي بي بي سي ته ويلي جعلي ملامنصور د افغان استخباراتو له خوا دوى ته معرفي سوئ وو، خوافغان حکومت وايي د دې تېروتني پړه ځکه د برتانوي استخباراتو پر غاړه ده، چي دغه کس د نورو معلوماتو دپاره برتانوي استخباراتو ايم آى ٦ ته معرفي سوئ وو او هغوى يې پخلى کړى وو چي دا ملااختر محمد منصور دئ.
د اسوشيېټيډ پريس آژاني ليکلي چي کابل ته تللى ملامنصور د کوټي په ښار کي يو عادي دکاندار وو، خو د ملااختر محمدمنصور په نامه يې له کابل څخه د ډالرو بنډلونه يووړل او ترې تم سو.