کور / تازه خبرونه / کندهار: دوو بمي چاودونو څلور ملکيانو ته مرګ ژوبله واړوله

کندهار: دوو بمي چاودونو څلور ملکيانو ته مرګ ژوبله واړوله

په افغانستان کی دایساف مطبوعاتی دفتر دجمعی ورځی په خبر پاڼه کی لیکلی چی ددکندهار ولایت په ژړی ولسوالې کی دسړک غاړی دیوه ښخ کړل سوی ماین دچاودنی له امله دری تنه ملکی کسان ووژل سوه .
خبرپاڼه لیکی چی په یاد پیښه کی وژل سوی کسان دری واړه ځوانان دی چی دلسو نه تر شلو کالو پوری یې عمرونه درلودل.
همدارنګه خبرپاڼه لیکی چی په کندهار ښار کی په یوه جلا پیښه کی یوتن ملکی وګړی هغه مهال سخت ټپی سوه چی موټر یی دسړک غاړی په یوه ښخ کړل سوی ماین برابر سو.
خبرپاڼه زیاتوی چی ټپی سوی کس یې دایساف پوځی روغتون ته ددرملنې په موخ بیولی .
یاده دی وی چی په دی ورستیوکی ورته پیښی په دی ولایت کی ډیری سوی چی ډیر کله دیادو پیښو قربانیان ملکی وګړی وی .