کور / تازه خبرونه / پکتيکا: ځانمرګو په قومنداني کي دننه ځانونه چاودلي

پکتيکا: ځانمرګو په قومنداني کي دننه ځانونه چاودلي

د پکتيکا والي محيب الله صميم آزادۍ راډيو ته وويل چي غبرګو ځانمرګو د پکتيکا ولايت په امنيه قومنداني کي دننه ځانونه چاودلي چي له امله يې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ښاغلي صميم ويلي چي بريدکوونکي د پوليسو په يونيفورم کي قومنداني ته ننوتلي وو او د پوليسو په منځ کي يې ځانونه چاودلي دي.
د پکتيکا والي امنيه قومندان او د امنيت آمر ته د کوم زيان رسېدل رد کړل، خو تر دې دمخه يوه پوليس چارواکي آزادۍ راډيو ته ويلي وو چي امنيه قومندان ټپي دئ.
طالبانو د دې دواړو بريدونو مسئوليت منلى او وايې شاوخوا ٢٠ پوليس يې وژلي دي.
د پکتيکا چارواکي وايي په دې حمله کي ١٢ پوليس مړه سوي او ١٦ ټپيان دي.