کور / تازه خبرونه / جوزجان: يوه سړي خپله ښځه، خواښې، او زوى ووژل

جوزجان: يوه سړي خپله ښځه، خواښې، او زوى ووژل

دجوزجان ولايت په مرکزشبرغان ژښارکې يوه نارينه خپله خواښې ،ښځه اوخپل يوزوى وواژه.
دجوزجان ولايت امنيتي مسولين دپيښې دپخلي ترڅنګ وايي دغه پنځه ديرش کلن نارينه دکورنيوشخړوله امله تيره شپه هغه مهال چې خواښې ،ښځه اوزوى يې په خوب ويده ول دپيټرولوپه وسيله اور ورته کړ اوټول يې ووژل.
دنوموړي ولايت دامنيتي مسولينوپه وينا دوژنواصلي لامل لا تردې دمه نه دى په ډاګه شوى خو نوموړى دپوليسوله لوري نيول شوى اوپه خپل جرم يې اعتراف کړى دى.