کور / تازه خبرونه / هايټي: د کولرا ناروغي د پراختيا په حال کې ده

هايټي: د کولرا ناروغي د پراختيا په حال کې ده

په هايټي کې دمرستندويه ډلواو روغتيايي چارواکو له هڅو سره،سره دکولرا ساري ناروغي دپراختياپه حال کې ده .
رپوټونه وايي اوس مهال په نوموړې هيواد کې ديادې ناروغۍ له امله دوژل شويوکسانوشمير ديوزرو څلورسوه کسانو پورې لوړى شوى .
دنوموړې هيواد دروغتيايي چارواکو په وينا په هايټي کې تر پنځه ويشت زرو په شاوخواکې کسان په يادې ناروغۍ اخته شوي چې ډيرى په روغتيايي مرکزونو کې تر درملنې لاندي دي .
دا په داسې حال کې ده چې روغتيايي چارواکې وايي کيداى شي په راتلوونکې کال کې په هايټي کې ترڅلورسوه زرو پورې کسان په يادې ناروغۍ اخته شي .
ديادونې وړده دغه ناروغي په هايټي کې دڅه موده وړاندې زور ورې خونړۍ زلزلې له امله رامنځ ته شوي ده .