کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د امریکا او ناټو اشغال د شوروي اشغال سره همزولي شول

د امریکا او ناټو اشغال د شوروي اشغال سره همزولي شول

د امریکا او ناټو اشغال د شوروي اشغال سره همزولي شول

د افغانستان اشغال د امریکا او ناټو په واسطه د شوروي د اشغال د وخت سره برابر شو یعنی ۹ کاله او ۵۰ ورځې یې پوره شوې.
په دې لیکنه کې نه غواړم دا دواړه اشغالونه سره مقایسه کړم خو د امریکا او ناټو اشغال اصلي او اساسي هدف څه وو؟ ولی پر افغانستان یرغل وشو؟ په دې نهه کلونو کې سره د دومره پوځ او مصارف بیا هم خپلو اهدافو ته و نه رسیدل؟
د سپتمبر د یوولسمې نیټې پیښې څخه وروسته امریکا د غچ اخستلو په هوډ پر افغانستان یرغل وکړ ددې لپاره چې القاعده او طالبان له منځه یوسي، او د دوي په اند افغانستان آزاد او ډیموکراسي پکې پلي کړي. دوی تر خپلې وسې ټولو لارو نه کار واخیست تر څو د طالبانو حکومت نسکور او د خپلې خوښې حکومت پکې جوړ کړي.
لومړی – کله چې په بن کنفرانس کې د اوسني دولت بنیاد کیښودل شوه د افغاني ټولنې حقایق په نظر کې ونه نیول شول، ټولې افغاني ډلې پکې نه وې رابلل شوې، په دې کنفرانس کې د افغان دولت واک هغو کسانو ته وسپارل شو چې ټول افغانان د هغوی ناوړو افعالو سره اشنا دي. (دلته اړینه نه بولم چې د هغوی په اړه معلومات ورکړم).
دویم – دا چی په دې ۹ کلنۍ اشغال دوره کې یوه داسې ستراتیژي د افغان دولت او بهرني ملګرو په واسطه جوړه نه شوه چې د افغانستان د ودې او پرمختګ سبب وګرځي.
پورتني ټول هغه لاملونه دي چې د ملت او دولت د فاصلې د زیاتیدا سبب شول او د افغانانو نفرت د بهرنیانو په مقابل کې شدت وموند. ځکه چې اکثره د دولت لوړې چوکۍ غیر مسلکی او په فساد کې غرق، پخواني ټوپکسالاران، د مخدره موادو سوداګر، متعصب او د پښتو او پښتنو ضد عناصرو ته ورکړل شول چې هیڅ یو یې ولسي ملاټر نه درلود.
نو که چیرې د ناټو او امریکا مرستې او همکارۍ نه وي نو فکر نه کوم چې دا حکومت د ډاکټرنجیب دحکومت په څیر دوه درې کاله پر کابل حکومت وکړي، حتا ددې وړاندوینه هم کیدای شی چې په څلورویشتو ساعتونو کې له منځه ولاړ شي.
که چیرې امریکا او ناټو په رښتیا د افغانانو ملګري او دوستان وي نو هغوي ته په کار ده چې د افغاني ټولنې بنیادي غوښتنو ته ځواب ووایي او یو وسیع او جامع افغاني حکومت جوړولو ته زمینه برابره کړي چې ټول افغانان پکې شامل وي (نه دا چې یوې خاصې ډلې ته مختص شي) او د افغانانو سره یو ځای یو داسې مشترک ستراتیژي جوړه کړي چې د افغانستان د متوازنې ودې او پرمختګ سبب شي.