کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د امريکې دوه مخی سياست

د امريکې دوه مخی سياست

څو شپې مخکې مې په يوه برېښنا پاڼه کې ولوستل چې د شمالي ټلوالو یو څو مخورو کسانو په برلین کې د امریکې له مشرانو سره کتلي دي۰ د  لویدیځوالو په تیره بیا د  امریکایانو د دومره پټو کتنو غرض به  د شمالي ټلوالو سره  د څه په غرض وي، پدې هکله غواړم یو څوټکي په عرض ورسوم۰
امریکې د افغانستان  د بیارغونې او د اقتصادي  او نظامي مرستو تر څنګ په هېواد کې د ترهګرو سره  د جګړې  په پلمه په کراتو مراتو زیات شمېر  بېګناه افغانان  په  خپلو ړانده بمباریو شهیدان کړل، کورنه يې ورړنګ کړل او په کورو یې  وروختل او د خلکو بې غزتې یې وکړې چې د افغان شتمن کلتور سره خورا په ټکر کې وو، دي او وي به!  یوازې پښتانه! په خواشینې سره چې  دپښتنو سیاسی واکدارانو څه د لاسه پوره نه شول چې د مخنیوي لپاره يې کوم څه کړي وي۰ اداري کړنه په رشوت او درغلیو بنسټ کېښودل شو او دهېواد لپاره ورکړل شوې مرستې هم په پوره پیمانه  د مرسته کوونکو هېوادو د غلو حیف و میل شوې۰ که نه په دغو ملیاردو ډالرو به اوس په افغانستان کې چا د ګدائې کچکولونه  نه وای په غاړه، او خلکو به  د یوې ګولۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د خپلو کورونو بچیانواو کورنیو  پرېښودو ته نه وای اړ شوي  چې پردیو هېوادو ته مخه وکړي۰ ملي پوځ او ملي پولیس له هماغو جګړه مارو ډک کړای شول  چې د هېواد په ورانولو کې یې له هیڅه هم صرفه نه وه کړې او د بېګناه افغانانو په  وینو  یې هم لاسونه تر تخرګیو سره وو۰ په هره پلمه چې وه دا جنایت کوونکي په ملت وتپل شول چې د اولسواکۍ سره البته په ټکر کي وو۰ ملي ژبه  (پښتو) یې یوازې په رسمیتوب  ومنله او د ملي هویته یې یو نه منونکۍ انکار وشو۰
ورځ په ورځ يې د شمال څخه پښتانه له خپلو مېنو وشړل،کورونه او ځمکې يې ترې ونېوې او ډیري يې هم د ترویستانو په نوم یا خو یې ووژل او يا خو يې زندانو ته واچول چې د پوښتنې یې لاتر اوسه هم څوک پيدا نشول۰
 شمالي ټلواله په شمال کی ورځ په ورځ  په پوره اندازه په زغروالو وسلو سمبال شول اوکیږي۰ د شمالي ټلوالو منځي اختلافاتو دمنځه وړلو لپاره  تر  وسه  لویدیځوالو  دومره کار وکړ او کوي یې  چې محقق صاحب خو نږدې وو نور ملي خائين مسعود ته نعوذبالله د پیغمبری  درجه ورکړي۰   پخوا هم دا زیار د دوئ تر منځ  لویدیځوالو کاوه، خو سره لدې  بیا هم  د خپلو عاداتو له مخې  خپلو کې به ښکر په ښکر کیدل۰
 یوازنۍ علت  منطق او اساس  د دغه د اتحاد کړۍ چې دوئ سره راټولوي ، پښتون ضده، افغان ضده او وطنپلورونکي مفکوره ده، چې خپلو کې سره شریک  ګڼل کیږي، که نه دومره هزاره او اوزبکو  وروڼو چې  د جمعیت له ډلو ژوبله لیدلې، پښتنو خو هيڅ هم ندي ورسره کړي!
نو لویدیځوال قدرتونه به ولې نه غواړي چې دا ډول  ناولي او ګنده بویه ډلې ټپلې چې نه ملت پیژنې او نه  د خپلو پلرونو هویت، د ځانه سره داسی په لاس کې ونه نیسي ؟، چې له هره پلوه يې مټې غښتلي وي۰  د افغان ملت پر سر چې کومه ناروا د لویدځوالو خوښه وه، د خپلو شومو نخرو لپاره به مخې ته پراته خنډونه د شمالي ټلوالو په ملتیا له منځه وړي۰ امریکې  دا پیدا کړي ده چې د دوئ ساز  ته څوک په ښو بدرګو سره ناڅي او څوک د دوئ د لاسونو په ښګلولو د یو او بل څخه یو ګام وړاندي او تکړه  دي ۰
خیر پدې هکله خبرې ډیري دي دا ټولو ته ښکاره ده او له دغو پورتنیو ټکو ثابتیږي چې امریکې د ځان لپاره دوستان نه، بلکه لاسپوڅی لټولي دی چې د ترهګرو سره د جګړې په پلمه نورې پټې دسیسې او دوه مخی سیاست په ګران افغانستان کي مخ ته بوځي۰ امریکا د خپلو مرستو تر ځنګ غواړي چې دافغانانو ټاټوبی خپل یو ایالت وګرځوي، یاخو غواړي چې نوره افغانستان د اوسني سیاسی جغرافیې څخه ورک کړي او یو نوی هېواد خراسان راوزیږوي او پښتانه به پاکستان ته وروبخښي ۰ او یا به د خراسانیانو  په مټ   د دیورند کرښه په خپل لاسپوڅو په رسمیت وپيژني۰ نتیجه دې ته رسیږي چې امریکا غواړي چې د یو څو ډالرو په بدل کې هېواد له افغانانو واخلي۰ که دا ټول سم ندي نو امریکه نور په ګران افغانستان کې  غواړي څه؟
دومره پښتون ضده افکار چې له دوئ سره شته او دومره خر اسانیان چې ددوئ له برکته راوزیږول شول او دومره پښتانه چې  دوئ راشهیدان کړل او دومره بمبارۍ چې دوئ پر پښتنو وکړې په تاریخ کي  چا ندي کړي۰ امریکې خو له روسي سور  پوځ  څخه هم څو ګامونه وړاندې کړل او واقعاًچلنج یې  ورکړ۰
که د امریکې په دا ډول مغرضو او پښتون ضده سیاستو سره نور شک د یقین په لور مخه کوي، نو امریکه  نور په هیڅ  وجه  د افغانستان یو دوست نه بلکه یو غټ دښمن بلل کیدای شي۰
نو که امریکه  د خپل سیاست  تر سیورې لاندې داسی بدبویه ګلان راته کري او یوازې د ترهګرو سره د جګړې په پلمه د پښتنو ورکیدو او له پښتنو د ټاټوبي اخیستو په منطق زما هېواد ته راغلی وي ، نو بیا خو عقل اوایمان او پښتونولي دا حکم کوي او دا به د هر افغان مسلم حق وي  چې د امریکې سره  د افغان ولس په تېره بیا د  وطنپالو پوهانو تاریخپوهانو څیړونکو ادیبانو لیکوالو سیاستوالو مخه ورو دیني علماؤ  او قومي مشرانو لخوا د جهاد اعلان  وشي۰ هغه وخت چې د جهاد اعلان ته به خورا ناوخته وي اوس هم دومره اوبه له ورخه ندي اوښتي چې د پښتنو او نورو وطنپالو افغانانو له وسه څه نه وي پوره۰
اوس که افغان  افغانستان  ساتلی شي  او په سیاسی او اقتصادي برخه کې يې څه د وسه پوره وي، نو مټې دې د خپل هېواد لپاره راونغاړي او د یووالي لاسونه دې سره ورکړي او لاس تر ځنې ناستې ته دې د پاي ټکی کیږدي۰ چې هېواد له دغه مصیبته  وژغورل  شي او که له وسه یې نوره څه نه وي پوره،  دا خو به یې له وسه پوره وي چې د امریکې پټ دسایس  خلکو ته رسوا کړي او  د وتلو یې غوښتنه وکړي۰
کله چې دا ډول دوه مخی سیاست وي او دا ډول هم افغان (پښتون) او افغانستان ته دسیسې، نو افغان او افغانستان  بیا  باندنیو ځواکو ته په هیڅ  وجه اړتیا نلري۰ دا چې کومه  بلا به په مونږه راځي د مونږه خپله له لاسه به وي۰ بس پريږده چې پرې راشي ۰ ځکه یو ملت کله چې د خپل هېواد لپاره دومره تش لاسی  او دومره بې کسه  وي، او د افغان  سیاستوالو مشرانو او مخه ورو  سیاسي او وطنې پوهه او درک پدې سویه وي او په خپلو مو دومره بې باوري موجوده وي چې یره که امرېکه نه وه نو  پاکستان به مو د پښو لاندې کړي او یا ایران، نو لاندي دې  کړي او د مور شودې یې هم شه۰
ځکه چې دا ډول ملتونه بیا د منطق له مخې  د  همدا ډَول  د ویشلو او د پښو لاندې کولو وړتیا  لري تر څو د تاریخ په پاڼو کي يې هویت د منڅه ولاړ شي،
که نه چې خدای ج دې داسی هیڅ وخت نه کا، نو بیا :
 ای افغان وطنپال سیاستوال او کارپوه اومشره!
ای افغان وطنپال لیکوال او څیړونکیه!
ای افغان پوهنیار پوهنمل  او پوهنواله!
ای افغان ډاکټر انجنیر او متخصصه!
د افغان او افغانستان نجات لپاره د عمل ګامونه را په ګوته کړه او مخ ته شه  چې نور هم درپسې شي، تر څو هېواد او افغان دې له دغه پوه پناه کیدو  وژغورل شي۰