کور / تازه خبرونه / کندهار : ١٠٠ کېلو چاودېدونکي توکي کشف او له منځه وړل سوي

کندهار : ١٠٠ کېلو چاودېدونکي توکي کشف او له منځه وړل سوي

لراوبر ته د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د دې ولايت د پنځمي امنيتي حوزې پوليسو تېره ورځ غرمه مهال د همدې حوزې په مربوطاتو کي له چاودېدونکو توکو ډک سل کيلويې بېلر کشف کړى چي ورورسته د بهرنيو ځواکونو له خوا ورته چاودنه ورکول سوه.