کور / تازه خبرونه / ويکي ليکس: امريکا د افغان ولسمشر او نورو مشرانو سپکاوى کړى

ويکي ليکس: امريکا د افغان ولسمشر او نورو مشرانو سپکاوى کړى

د ويکي ليکس له خوا په تازه خپاره سويو سندونو کي د امريکا له خوا د نورو هيوادونو د مشرانو په باب ځيني توهينوونکي اسناد هم رسوا سوي دي.
د ويکي ليکس په خپرو سويو سندونو کي د افغانستان ولسمشر امريکايي استخباراتو لېونى بللى دئ او وايي دماغي حالت يې سم نه دئ، د جرمني لومړۍ وزيره انجيلامرکل يوه کمزوره مشره بلل سوې ده، د عراق ضدراعظم نوري المالکي په باب يې ويلي چي پر عراقيانو ګران دئ، خو د نوري المالکي په زړه کي هغوى ته کوم نيک جذبات نسته، همدا راز په دې اسنادو کي د شمالي کوريا د ولسمشر او د برتانيې پخواني صدراعظم ګورډن براون چي د امريکا ټينګ ملګرى وو د هغه سپکاوى هم پکښي سوئ دئ.
د ويکي ليکس له خوا شاوخوا ٢٥٠ زره اسناد پرون د دغي ويبپاڼي له خوا خپاره سول، چي کرار کرار به يې جزيات مطبوعاتو ته راووزي.
امريکا د دې اسنادو خپرول په سخته غندلي دي، او ويکي ليکس ويبپاڼي ويلي چي په دې اسنادو کي د نړۍ د ټولو هيوادونو په باب د امريکايي استخباراتو د راپورونو رسوايني شاملي دي.