کور / تازه خبرونه / برتانيه: د واوري بې وخته اورښت ٦٠ کلن ريکارډ مات کړ

برتانيه: د واوري بې وخته اورښت ٦٠ کلن ريکارډ مات کړ

د برتانيې په شمال ختيځو سيمو او سکاټلنډ کي تر ژمي دمخه د واوري اورښت شپېه کلن ريکارډ مات کړى دئ.
چارواکي وايي په سيمه کي د يخ حرارت منفي پنځو درجو ته رسېدلى دئ، لاري بندي دي او د خلګو عامه کاروبار په ټپه درېدلى دئ.
د هوا پوهني ادارې ويلي چي د واوري اورښت به تر راتلونکي اونۍ پوري روان وي، ځکه خو په سيمه کي ښوونځي هم تړل سوي دي.