کور / تازه خبرونه / هلمند: چاودني څلور ولسي کسان ټپيان کړل

هلمند: چاودني څلور ولسي کسان ټپيان کړل

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کي نن څاښت مهال پر ٤٥: ١٠ بجې د ماين چاودني څلور ولسي وګړي ټپيان کړي دي.
د هلمند د والي وياند داوداحمدي ويلي دغه چاودنه د ريموټ کنټرول په ذريعه ترسره سوې چي له امله يې يو ځوان او درې لس کلن زلميان ټپيان سوي دي.
احمدي وويل په سيمه کي نه د دولتي او نه هم بهرني ځواکونه موجود وو، چي چاودنه رامنځته سوه. نوموړي د دې پېښي پړه پر طالبانو واچوله، خو هغوى لا په دې باب څه نه دي ويلي.