کور / تازه خبرونه / د يو شمېر چاودېدونکو توکو د کشف او له منځه وړلو ادعا وسوه

د يو شمېر چاودېدونکو توکو د کشف او له منځه وړلو ادعا وسوه

لراوبر ته د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ملي پوليسو تېره ورځ ماښام مهال د دې ولايت په نهمه امنيتي حوزه کي چاودېدونکي توکي کشف او له منځه وړي دي . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد چاودېدونکي توکي يې د دې حوزې د مسلم مارکېټ مخي ته چي د موټر په يوه ټوپ کي ځاى پر ځاى سوي ول کشف او له منځه وړي دي . په خبرپاڼه کي د دې توکو سره د تړاو په اړه د کوم تورن کس د نيوني په اړه څه نه دي ويلي سوي او نه هم په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه ويلي دي .