کور / تازه خبرونه / امنيه قومندان او د ولايتي شورا مرستيال پنجوايي ته سفر وکړ

امنيه قومندان او د ولايتي شورا مرستيال پنجوايي ته سفر وکړ

د کندهار امنيه قومندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد او ددې ولايت د ولايتي شورا مرستيال حاجي اغالالي دستګيري نن له غرمې مخکي د پنجوايې ولسوالۍ ته سفر وکړ.
امنيه قومندان مجاهد او د ولايتي شورا مرستيال د پنجوايې ولسوالۍ په مرکز کي د قومي مشرانو، سپين ږيرو، پوځي او ملکي مامورينو او ځايي اوسېدونکو سره د يوې غونډي پر مهال وکتل او هلته يې د روانو چارو جاج واخستى .
د پنجوايې ولسوال حاجي باران خاکسار امنيه قومندان او د ولايتي شورا مرستيال ته دخپلي ولسوالۍ د روان امنيتي حالت په اړه معلومات وړاندي کړل .
خان محمد مجاهد په پنجوايي کي پر اوسني ډاډمن امنيتي حالت خوښي وښوده او له خلکو يې غوښتنه وکړه څو په خپلو مځکو او کروندو کي د کوکنارو پر ځاى حلاله کرکيله وکړي .
مجاهد د خپلو خبرو پر مهال خلک وهڅول چي په خپله سيمه کي د ملي امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي .
د کندهار د ولايتي شورا مرستيال حاجي اغالالى دستګيري چي پنجوايي ولسوالي يې اصلي ټاټوبى دئ د خلکو په استازيتوب خبري وکړې او ددې ولسوالۍ ټول اوسېدونکې د دولت پلويان وبلل.
هغه په ولسوالۍ کي د امنيتي وضعيت د لا ښه والي لپاره د پرمختيايې پروژو د زياتوالي غوښتنه وکړه.
پنجوايې، ډنډ، ارغنداؤ، سپين بولدک او دامان د کندهار هغه ولسوالۍ دي چي پکښي تېر کال د نشه يې توکو پر وړاندي د مبارزې رياست په وينا په زياته کچه د کوکنارو کرکېلې مخه نيول سوې وه.