کور / تازه خبرونه / ننګرهار: د ښوونځيو د کتابونو د پلورلو د مخنيوي په باب غونډه وشوه

ننګرهار: د ښوونځيو د کتابونو د پلورلو د مخنيوي په باب غونډه وشوه

دننګرهاردپوهني رئيس استاد الله داد دپوهنې په رياست کې دکتابونو اوقرطاسيې په ښوونځيو کې دويش اوهمدارنګه په ښارکې دپلورلو دمخنيوي په اړه دصنافواومرسته کوونکوسره ګډه غونډه جوړه کړه .
په غونډه کې دپوهنې رئيس استاد الله داد له مرسته کوونکو اوخپلو منسوبينو او اصنافوڅخه غوښتنه وکړه چې څنګه به وکولاى شو چې په ښارکې دهغه قرطاسيي دپلورلو مخه ونيسو چې ديونسف ادارې لخوا دپوهنې رياست سره مرسته شوي .
دپوهني رئيس وويل چې داصنافو اتحاديه بايد دټولو قرطاسيه پلورنکوته خبر ورکړي چې هغه کتابونه اوقرطاسيه چې دپوهنې رياست سره مرسته کيږي ددې داخيستلو اوپلورلوڅخه دي ډډه وشي .
همدارنګه دپوهنې رياست له مرسته کوونکو ادارو څخه غوښتنه وکړه چې په شرقي زون کې چې کوم کتابونه اوقرطاسيه دوي ورکوي نو دننګرهار دپوهني رياست لپاره دي پرې ځانګړى کوډ نمبر ووهل شي ترڅو معلومه شي چې په ښارکې کتابونه اوقرطاسيه دچالخوا پلور کيږي .