کور / تازه خبرونه / ننګرهار: د نجارانو د اتحاديې نوى رئيس وټاکل شو

ننګرهار: د نجارانو د اتحاديې نوى رئيس وټاکل شو

دلاورخان دجلا اباد ښار دنجارانو اتحاديي دنوې رئيس په توګه دازادو ټاکنو په ترڅ کې وټاکل شو.
دغه ټاکنې چې دجلال ابادښاروالۍ په تالارکې داصنافو اتحاديي له لورې،دولايتي شورا ،ښاروالۍ اودولايت داستازو په وړاندې ترسره شوي چې په کې دلاور خان په کې دنجارانو اتحاديي دمشراو محمدطاهر اوحاجي کابل جان يې دمرستيالانو په توګه وټاکل شو.
په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې دولايتي شورا منشي محمدايوب ملک بابا،دولايت استازوانجينرفريداحمد عبدالمنان ساپي،دښاروالۍ مرستيال انجينرحکيم،داصنافو اتحاديي مشرشکرالله جلندري،حاجي عزيز الرحمن عرب اودلمړۍ امنيتي حوزې امرحاجي هلال خبرې وکړې .
دوي له نجارانو غوښتنه وکړه ترڅو دولسونوګټو ته زياته پاملرنه وکړي او داتحاديو ديوالې په برخه کې پرې دهمکارۍ غږ وکړ.
په پاى کې دنجارانو اتحاديي نويومسؤلينو ژمنه وکړه چې دخپل اتحاديي لپاره به نه ستړې کيدونکې هلې ځلې وکړي .