کور / تازه خبرونه / ننګرهار: د غالۍ صادروونکو ټولنې له ولايتي شورا سره غونډه وکړه

ننګرهار: د غالۍ صادروونکو ټولنې له ولايتي شورا سره غونډه وکړه

د ختيزو ولايتونو د غالۍ توليدوونکو او صادروونکو ټولنې نن د خپلو ورپېښو ستونزو د هواري په موخه ولايتي شورا سره غونډه وکړه.د دغې ټولنې مشر حاجي ضياالرحمان ضيا وويل چې درې کاله مخکې يې په ننګرهار کې د غاليو پر توليد او صادرولو پيل کړى، خو په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.نوموړي زياته کړه، چې دوى ته ولسمشر حامد کرزي د غاليو د توليد لپاره د زر جريبه زمکې ځانګړى فرمان ورکړى چې نن سبا د سيمييزو خلکو له خواد غصب له ګواښ سره مخ ده.دوى له ولايتي شورا غوښتنه وکړه، چې غږ يې د ولايت مقام ته ورسوي او د ستونزو د هواري په برخه کې ورسره مرسته وکړي.د ولايتي شورا غړيو جاويد زمان او عبدالبصير ګلاب د غاليو سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې د دوى غږ به د ولايت مقام ته رسوي او په دې برخه کې به ورسره بشپړه همکاري کوي.