کور / تازه خبرونه / د پوهنتون د استادانو او ولايتي شورا ترمنځ غونډه وشوه

د پوهنتون د استادانو او ولايتي شورا ترمنځ غونډه وشوه

د ولايتي شورا رئيس نصرت الله ارسلا نن د ننګرهار پوهنتون له رئيس ډاکټر صابر مومند او د بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو سره ګډه غونډه وکړه.
په دې ګډه ناسته کې د ولايتي شورا او ننګرهار پوهنتون تر منځ پر همغږۍ خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې په راتلونکي کې به ولايتي شورا او د پوهنتون مشرتابه د محصلينو او پوهنتون د پرمختګ لپاره ګډې هلې ځلې کوي.د ناستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس ډاکټر صابر مومند د ولايتي شوراله رئيس څخه مننه وکړه چې د دوى ستونزې يې له نږدې واورېدې او د حل په برخه کې ورسره همکاري کوي.همداراز د ننګرهار پوهنتون د پوهنځيو رئيسانو هم په وار وار د خپلو پوهنځيو ستونزې په ډاګه کړې او د ولايتي شورا له رئيس نه يې د مرستې غوښتنه وکړه.
د ولايتي شورا رئيس نصرت الله ارسلا د پوهنځيو له رئيسانو وغوښتل چې خپلې اړتياوې دې ديوه پلان له مخې ولايتي شورا سره شرېکې کړي. نوموړي ډاډ ورکړ چې دى به د ننګرهار پوهنتون ستونزې د ولايت مقام سره شريکوي او د سلا کار وزير او ننګرهار والي سره په ګډه به ورته د حل لارې چارې پيدا لټوي.