کور / تازه خبرونه / جنوبي کوريا له شمالي کوريا څخه د تاوان غوښتنه کړې

جنوبي کوريا له شمالي کوريا څخه د تاوان غوښتنه کړې

دسويلي کوريا جمهوررئيس ويلي چې شمالي کوريا بايد ددوئ په سيموباندې دبريدونوبيه ورکړي.
اخوا چينايي چارواکواعلان کړى چې چمتودي څودکورياپه ټاپوکې دکړکيچونودمخنيوي په موخه منځګړيتوب وکړي.
دسويلي کوريا جمهوررئيس خبري سرچينوته دخپلې وينا په لړکې وويل چې دسويلي کورياپه ټاپوباندې دشمالي کوريا لخوا بريدونه يوبشري جرم دى اوبايد شمالي کوريا ددې بيه ورکړي.
دنوموړي دغه څرګندونې څوشيبې له هغې وروسته خپرې شوې چې دسويلي کوريا اوامريکايي ځواکونوترمنځ ګډ پوځي تمرينونه په سيمه کې دوام لري.
اخواچين دشمالي اوسويلي کوريا ترمنځ دخبرواترولپاره دمنځګړيتوب چمتووالى ښودلى دى.