کور / تازه خبرونه / تازه خبر : افغان پولیس شپږ امریکایی پوځیان ووژل

تازه خبر : افغان پولیس شپږ امریکایی پوځیان ووژل

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی لیکی چی نن د ننګرهار ولایت د پولیسو د روزنی په یو مرکز کی یو طالب پلوه افغان پولیس خپل ټوپک پر امریکایی روزونکو باندی راواړاوه او شپږ امریکایان یې ځای پر ځای ووژل څو چی نورو بیا دغه پولیس پسی وویشت .
خبر زیاتوی چی طالبانو اوس ډیر ښه چل ته مخه کړې او په دغسی تاکتیکونو سره بهرني پوحیان وژنی .
په دې تازه پیښه سره د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۴۱۱ ته ورسېدل چی ۵۱ یې د نوامبر په روانو ۲۹ ورځو کی وژل سوي دي .