کور / تازه خبرونه / وزيرستان: امريکايي الوتکو درې وسله وال وژلي

وزيرستان: امريکايي الوتکو درې وسله وال وژلي

د پښتونخوا پرقبايلي برخوباندې دامريکادبې پيلوټه الوتکې دبريدله امله درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
امنيتي چارواکي وايي چې تيره ورځ يوې امريکايي بې پيلوټه الوتکې دشمالي وزيرستان په ميرانشا سيمه کې يوموټرباندې دوه توغندي وتوغول چې په ترڅ کې يې درې وسله وال طالبان ووژل.
اخواپاکستان په قبايلي سيمو کې دامريکا يي بې پيلوټه الوتکودبريدونوډيروالى پر خپل حاکميت تيرى بولي او هغه په کلکه ردوي.