کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د اوباما جګړه په افغانستان کې ،او له شونې موخې څخه پلټنه

د اوباما جګړه په افغانستان کې ،او له شونې موخې څخه پلټنه

په الحیات ورځپاڼه کې د حسن منيمنة لیکنه
 ژباړه : عبدالرحمن فرقانی


آیا د باراک اوباما د هغه ژمنه چې په کال ۲۰۱۱م کې یې  دافغانستان څخه د امریکایی ځواکونه د ایستلو اړوند ورکړې وه ـ  وروسته لدې چې تیر کال یې د دغه ځواکونو دشمیر او وسایلو په ډیرښت موافقه وکړه ـ او دهغه پریکړې تر منځ دیوالي لاره موندلی شو چې په دې وروستیو کې یې دپرتګال په پلازمینه لیزبون په ناسته کې وکړه ، چې پربنسټ به یې د امریکا او ناتو ځواکونه تر کال ۲۰۱۴م پوری د امنیت چارې افغاني ځواکونو ته وسپاري او دوی به له افغانستان څخه وروسته لدې چې خپله دنده تر سره کړي ووځي؟ . په حقیقت کې د افغانستان په جګړه کې ، کومه چې باراک اوباما د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې ورته لومړیتوب ورکړی دی ، نن روښانه اوټاکلې ستراتیژۍ او لیدلوری ته اړتیا لیدل کیږي . او ځینې کتونکي دا ویره لري اوپه دې انددي چې دا جګړه به امریکا د یوې دایمي جګړې  لوری ته یوسي .


 دسیاسی څیړنې په ترڅ کې ډیره ساده او آسانه ده کله چې په بهرنیۍ او داخلي کچه د افغانستان دجګړې په هکله د امریکا جګړه ېیزې پریکړې وڅیړو او دا ووایو چې دا پریکړې روښانه او پریکنده نه وې ، په دې هکله په لوړو اعتباراتو او الزامي پریکړو باندې مسولیت اچول ،  لکه په مکرره توګه د اقتصادی او عسکري عنصر له اغیزې څخه خبره کول ، څرنګه چې په کال ۱۹۶۱م کې ورنه جمهور رئیس آیزنهاور په خپله وینا کې یادونه کړې ده او ورته يې اشاره کړې ده ، اوپه دې معنی چې په سیاسی پریکړه کې د دفاع وزارت (پینټاګون ) ژوره اغیزه لري ، او یا دهغه اغیزمن لیدلوری او نفوذ څخه خبره کول چې د جمهوري غوښتنکو ګوند د امریکا حکومت دې ته اړ کوی چې هغه جګړه یز دریځ خپل کړي کوم چې جمهور رئیس جورج بوش پیل کړی ؤ ، خو پدې لیدلوری باندې په تینګارکولو کې داسې کوم مبرر نشته چې باراک اوباما ته دهغو کشالو او مسایلو په اړوندچې پکې وروسته پاتې شوو ـ لکه د امریکا نظامی رول او ستونزې په نړۍ کې ـ  برائت ورکړي ، هغه چې د ریاست جمهوری د انتخابات د سیالیوپرمهال د ده د انتخاني کمپاین سرټکي وو . خوپه افغانستان کې جګړه ، چې د طالبانو د حکومت دالقاعدې د مشرانو د نه تسلیمولو په پایله کې چې په کال ۲۰۰۱م کې د سپتمبر د پیښو په تور امریکا د محاکمې لپاره غوښتل ، پیل شوه  ، او همدارنګه په دې موخه پیل شوه تر څو په افغانستان کې د سختدریځو ډلو ځالې چې دامریکا او متحدینو لپاره یې ګواښ رامنځ ته کاوه له منځ یوړل شي  ، په یوه داسې جګړه بدله شوې چې د نیږدې لسو کالو په اوږدو کې پرته له وینې تویونې او مرګ ژوبلې څخه یې بله پایله نه درلودله ، اوامریکایی وګړی او همدا راز د هغه افغانی همتا یې په موخه او اړتیا نه پوهیږي . د القاعدې تنظیم خو له وړاندې افغانستان پریښی او له افغانستان څخه وتلي دی ، او دبهرنیو جنګیالیو لپاره د روزنې مرکزونه هم تړل شوی او وجود نه لري ، او دطالبان حرکت نن هم دپرون په څیر د بې امنیتۍ او د سیاسی مرجعیت د نشتوالی تاریخی مرحلې داخلی تولید دی ، او هغه سیاسی نظام چې بهرنیو ځواکونو د نړیوالو ټولنو په مرسته په افغانستان کې رامنځ ته کړ د دې جوګه نه شو چې د عامو افغانانو تائید او حمایت تر لاسه کړي ، تر څو وکولای داسې تصور رامنځ ته کړي  چې ګواکې طالبان او هغه ته ورته حرکتونه دزوال وړ حرکتونه اوپدیدې دي . خو په منطقي ډول د افغانستان جګړه ته کتل سړی پدې باور کیږی چې دا د دوه داخلی اړخونو یعنی د کابل حکومت او طالبان تر منځ نا شونې جګړه ده ، یو اړخ هم د عامو افغانانو له تائید څخه برخمن نه دی ، په داسې حال کې چې لومړی اړخ د بهرني لوړ مالي او نظامي مرستو څخه برخمن دی ، خو د دې مرستو سره سره نه شي کولای چې پر خپل دښمن بریالی شي ، په داخلی کچه د پیښو په څیړنه سره دا قناعت حاصلیدی شي چې د دې مرستو په دریدو سره ـ دا یو حقیقت دی که نیږدې وي که لری دا مرستې به پای ته رسیږي ـ به د تلې پله چې تر نن پوری دحکومت لوری ته نه ده درنده شوې به د طالبانو اړخ ته خامخا درنده شي . نوپه دې اساس په علني ډول دعامو وګړو حمایت د کابل حکومت لپاره ستونزمن کار دی ، او دطالبانو د ګړندي بري د مخنوي لپاره یوازني لاره د کابل دحکومت سره دمالی او نظامی مرستو ادامه ده چې تر سره په فساد کې غرق دی . او دسویه لوړوالی یې کیدای شي د دې لامل شي چې کار په هغه مطلوب لوری روان شي .په مبدئي ډول خو د افغانستان دحکومت استقرار اوثبات دامریکا ملی مصلحت ګڼل کیږي ، نه یوازې دا چې دامریکا د دښمنو اوسختدریځو ډلو مخنیوی وشی چې د افغانستان حکم ته بیرته راونه ګرځي . او داسې اوازې او معلومات شته چې طالبان هم اوس نه غواړی چې دا ډلې سیاسی اقتدار تر لاسه کړي ، خو دغو اوازو او معلوماتو ته په امریکا کې  ډیرې کړۍ  د شک په سترګه ګوري ، اوپه بنسټیزه توګه پر افغانستان باندې دیرغل او تیری اعلان شوې موخه دزور او قوت له لارې  د طالبانو دنظام نسکورول وو ، دامریکا وتل له افغانستان څخه  وروسته له یوې لسیزې پرلپسې جګړې نه او دطالبانو دحکم د بیرته راګرځیدلو په صورت کې په نړۍ کې هغه یوازنی ستر قوت ته لوی معنوي او ریښتنی شکست وي . په دې کې شک نه شته چې باراک اوباما دا جنګ د یوه داسې لیدلوری څخه تائیدوي چې نن دا لیدلوری غلط بریښي ، که دا د دې جنګ طبیعت او څرنګوالی دی چې د القاعدې او تندروو ډلو په له لمنځه وړلو ټینګار کوي ، او که دا د دې جنګ هغه فرضیت او احتمال دی چې په دې جنګ کې په بري ټینګار کوي ، چیرې چې په ډاګه کوي چې په دې جګړه کې دبري ځنډ د مالی مخصصاتو نشتوالی او کموالی دی ، اوپه د مالی بودیجې دکموالي په صورت کې به طالبانو بیرته حکم ته راوګرځي اودا کار به حتما د امریکا په زیان تمام شي . خو هغه پوښتنه چې درئیس ټیم نه شي کولای ورته ځواب ووایی : هغه دا ده چې آیا ممکنه ده چې لدغې توقع پرخلاف چې ډیره ناوړه توقع ده کومه مغایرې پایلې ته لاس رسی وشي ؟ او که لاس رسی ممکن وي په کوم بیه ؟ او په کوم تبریر ؟ . دامریکا د لوړو قوتونو سره سره او دپرلپسې ستراتیژیو سره سره ، چې د افغانی وګړی په ښه او اوسا ژوندانه اوښه امنیت او کرامت ټینګار کوي تراوسه هیڅ څه نه دي تر لاسه شوی ، هغه ټولی وعدې لاتر اوسه ندي پرځای شوې ، بلکه د بیګانه وګړو وژنه ورځ تر بلې ډیریږي ، دامنیت پروا يې څوک نلري ، د دولت خدمتونه فساد راښکیل کړي دي ، او د امریکایی سرتیرو د تجاوزاتو لړۍ چې په خپلو دندو کې مسولانه کردار نه لري په دې لیري او غریب هیواد کې روانه ده  .جمهور رئیس باراک اوباما نن په ریښتیا د یو ې دوه لارې سره مخ شوی دی ، یا خو به په دغه جګړه کې له خپلو مسولیتونو څخه مخ اړوی چې تر نن پورې نه دی توانیدلي چې د دې جګړې لوری بدل کړي ، دبیلګه په ډول  ځانګړې ځانګړې اټکلونه ، او دناتو دپیمان په پریکړو پرده اچول  .  اویا به هغه پریکنده  پریکړو ته مخه کوي چې و کولای شي دغه جګړې ته دپای ټکی کیږدي ،چې امریکا پکې ښکیل ده ، اونیږدې ده چې په یوه دایمي او بې ګټې حالت اوجګړه بدله شي .