کور / سپورټي / افغان لوبډله په اماراتو کې پايلوبې ته تيارى نيسي

افغان لوبډله په اماراتو کې پايلوبې ته تيارى نيسي

د افغانستان ملي لوبډله په اماراتو کې د لویو وچو جام د پای لوبې لپاره تمرینونه کوي
افغان ملي لوبډله اوس مهال په عربي متحده اماراتو کې د ۲۰۰۹-۲۰۱۰ز کال د انټرکانټینټل جام د پایلوبې لپاره تمرینونه کوي.
د ملي لوبډلې روزونکی راشد لطیف وايي ((د لوبې د پېل د ورځې پورې به په لوبغاړو د اوږدې لوبې کولو لپاره تمرینونه کوي، نوموړی وايي چې د ډیسمبر تر دویمې نېټې پورې به لوبغاړي د اوږدې لوبې کولو تخنیکونه پیاوړې کړي)).
نن ملي لوبډلې په خپل کورني لوبغالي شارجه کې تمرینونه کول او سبا ورځ به د دوبې سپورټ سیټې په نړیواله کرکټ اکاډمۍ کې تمرینونه کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د لویو وچو د جام پایلوبې لپاره لوبډله یوه میاشت مخکې اعلان کړي چې د په دې جام کې دوه لوبغاړي باطن شان او سمیع الله اغا د لومړي ځل لپاره لوبیږي.
افغان ملي لوبډله به د متحده اماراتو د دوبۍ په سپورټ سیټي کې د لویو وچو د جام پایلوبه د سکاټلینډ هیواد سره کوي. دا لوبه به د ډیسمبر د میاشتې په دویمه نېټه پېل کېږي او د ډيسمبر د ۵ نېټې پورې به دوام کوي.
دا لوبه ۵ ورځینې لوبه ده چې هره لوبډله به پکې دوه دوه پاڼۍ کوي.
د لویو وچو جام د نمرو جدول:
افغانستان د لویو وچو د جام د نمرو په جدول کې لومړی مقام لري، تر اوسه اففانستان په دې سیالۍ کې ۶ لوبې کړي چې ۵ یې پکې ګټلي او یو یې د زمبوابی سره مساوي کړي ده.

د دې سیالۍ په اړه اړین معلومات:
د کينيا سره څلور ورځنۍ لوبه د کرکټ د نړيوالې شورا د انټرکانټننټل لوبو په ترڅ کې ترسره کېږي چې له افغانستان برسېره په کې شپږ نور هېوادونه (زيمبابوی، هالينډ، ايرلينډ، کاناډا، کينيا، او سکاټلينډ) برخه لرله. دا شپږواړه هېوادونه د یوې ورځنۍ لوبو حیثیت هم لري.
د کرکټ نړیوالې شورا پتیلې چې دا لوبه د ویب پاڼې د لارې په ژوندې بڼه د کرکټ مینوالو ته وړاندې کړي.

په لاندې پاڼه کې کولای شئ چې په ژوندۍ بڼه د افغانستان او سکاټلینډ لوبه وګورئ:
http://www.livestream.com/cricketscotlandtvlive

په لاندې پاڼه کې کولای شئ چې تاسو په ژوند بڼه معلومات تر لاسه کړئ:
http://icc-cricket.yahoo.net/index.php
په افغانستان کې سلام وطندرا او د ننګرهار د کلید رادیو پتیلې چې په ژوندۍ بڼه غږیز معلومات په هیواد کې د کرکټ مینوالو ته وړاندې کړي.