کور / تازه خبرونه / تازه خبر: افغان پوليس د ناټو شپږ عسکر ووژل

تازه خبر: افغان پوليس د ناټو شپږ عسکر ووژل

د ناټو ځواکونو په ختيځ افغانستان کي د شپږو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړى دئ.
ناټو ويلي دغه عسکر يې نن د دوشنبې په ورځ د يوه افغان سرحدي پوليس له خوا د تمرين پر مهال وژل سوي دي.
ناټو په دې هکله نور جزيات نه دي ورکړي چي حمله کوونکى پوليس يې نيولى دئ او که ځني تښتېدلى دئ. په خبرپاڼه کي د مړو عسکرو هويت هم نه دئ په ډاګه سوئ، خو په د افغانستان په ختيځو سيمو کي اکثره بهرني عسکر امريکايان دي.
بلي خوا ته د ننګرهار د سرحدي پوليسو قومندان امان الله امرخېل بي بي سي ته ويلي چي پېښه د پيچراګام ولسوالۍ د سرحدي پوليسو په يوه روزنيز کمپ کي رامنځته سوې ده.
د امرخېل په وينا بريدکوونکى هم په دې پېښه کي وژل سوئ دئ او دوى يې په هکله تحقيقات پيل کړي دي.
تر دې دمخه په هلمند او بلخ ولايتونو کي هم د افغان پوليسو او پوځيانو له خوا بهرني روزونکي په نښه سوي دي.