کور / تازه خبرونه / طالبان وایی چی شپږ امریکایان زموږ نفر ووژل

طالبان وایی چی شپږ امریکایان زموږ نفر ووژل

اسوشیټیډ پریس لیکی چی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ایمیل ورکړی او په هغه کی یې ورته لیکلی چی په ننګرهار کی چی کوم پولیس افسر نن شپږ امریکایی پوځیان ووژل ، هغه زموږ غړی و او د همدغسی هدف لپاره سرحدی پولیسو ته شامل سوی و ، څو چی نن موقع ورته مساعده سوه او شپږ امریکایی پوځیان یې ضربه کړل . هغه زیاتوی چی موږ به خپل دغه مؤثر تاکتیک ته دوام پسی ورکړو .