کور / تازه خبرونه / بغلان:٢١ پروژې ګټې اخيستنې ته وړاندي شوې

بغلان:٢١ پروژې ګټې اخيستنې ته وړاندي شوې

د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت ، د ملي پيوستون پروگرام يو ويشت پروژي پدي وروستيو کي د بغلان په ولايت کي گټي اخستني ته وسپارل شوي .
د دغه ولايت د ملي پيوستون پروگرام د مسوولينو د وينا له مخي پدي پروژو کي داوبو د برښنا دپنځو بندونو ، داوبو د دريو زيرمو استنادي د يوالونو ، پل گوټو د يوه سربند او د يوه ټولنيز مرکز جوړول ، د کرنيزو اوبو د کانال پخول ، دڅاگانو کيندل او دسړک ترميم او شگي اچول شامل دي .
يادي شوي پروژي د ٤٨مليونه او پنځه زره افغانيو په لگښت دملي پيوستون پروگرام له بودجي بشپړي او څه دپاسه ٤٢٠٧کورني ترينه گټه اخلي .