کور / تازه خبرونه / په زابل کي د کاندیدانو پلویانو بیا مظاهره وکړه

په زابل کي د کاندیدانو پلویانو بیا مظاهره وکړه

د پر له پسې مظاهرو په دوام د زابل ولایت په کلات ښار کې نن بیا د کاندیدانو ملاتړو مظاهره وکړه او د غوښتنه یې کوله چې د باید د ټاکنو کمیسیون خپله پرېکړه بېرته واخلي.
دغه لاریون کوونکو ویل چي دوي خپلې رايې استعمال کړې او هغه کسان چې ډیري رایې يې وړې وې بریالي ندي اعلان شوي بلکه د پيسو او رشوت په وسیله نور کسان کامیابه اعلان شوي دي.
دغو لاریون کوونکو چې د خپلې خوښي د کاندیدانو عکسونه يې هم له ځان سره لیږدول ویل چې که یې غوښتنو ته غوږ ونه نیول شي نو خپلو مظاهرو ته به دوام ورکړي.