کور / تازه خبرونه / ناروې: افغان مهاجرو احتجاج کړى

ناروې: افغان مهاجرو احتجاج کړى

د نومبر پر ٢٧ – مه د ناروې په سټېونګر ښار کي افغان مهاجرو په يوه احتجاجي غونډه کي له حکومت څخه د عدالت او انصاف غوښتنه کړې ده.
د جعفر عمر په نوم له ناروې څخه يوه افغان لراوبر ته ليکلي چي احتجاج کوونکو پر حکومت باندي ږغ کړى چي تر څو په افغانستان کي سوله راځي په دې هيواد کي مېشتو افغان مهاجرو ته دي د مهاجرت د قوانينو پر بنياد د اوسېدو حق ورکړل سي.
د نوموړي په وينا احتجاج کوونکو وويل چي د ناروې او اروپا پوځيان تر افغانستان پوري د خپل امنيت د ساتني په پلمه تللي خو دلته چي له هماغو جګړو څخه افغانان ورته راغلي دي د مهاجرت حقوق يې تر پښو لاندي کېږي.
بايد وويل سي چي په افغانستان کي د تيرو درو ليسزو د جنګ راهيسي په ميليونونو افغانان ګاونډيو هيوادونو، اروپا، امريکا او اسټراليا ته تللي، چي دا لړۍ اوس هم روانه ده.
تيره ورځ د ملګرو ملتونو د يو اين ايچ سي آر ادارې وويل چي تر بل هر وخت له افغانستان څخه د ځوانانو د مهاجرت شمېر ډېر سوئ دئ، چي علت يې په دې هيواد کي د امنيت نستوالى او بېکاري ده.