فرانس پریس آژانس لیکی چی ویکی لیکس ویب پاڼی چی کوم په زرګونو پټ امریکایی اسناد رسوا کړل ، په هغو کی د افغانستان په هکله هم ډیر دغسی اسناد موجود دي . د دغو څخه یو مهم سند وایی چی حامد کرزي په ۲۰۰۹ کی څو خطرناک او مجرم قاچاقبران بخښلي او خوشي کړي وو . سند وایی چی امریکایانو د مخدره موادو ۶۲۹ قاچاقبران تر نیولو وروسته حکومت ته سپارلي وو خو ۱۵۰ یې بېله محاکمې څخه بیرته خوشی سول .
سند زیاتوی چی حامد کرزي هغه پنځه سرحدی پولیسی افسران هم خوشی کړل چی ۱۲۴ کیلو هیرویًن یې په دولتی موټر کی نیول سوي وو .
دغه شکایت په کابل کی د امریکا د سفارت دوهم مقام ( فرانسیس ریشرډن ) د ۲۰۰۹ په اګسټ کی خپل خارجه وزارت ته سپارلی و . خو کرزي ورته ویلی وو چی دغه کسان ځکه خوشی کوم چی خپلوان یې په جهاد کی شهیدان سوي دي .
خبر زیاتوی چی د حامد کرزي د ورور احمد ولی کرزي د فساد او مخدره موادو په ارتباط هم ویکی لیکس پټ اسناد رسوا کړي دي . خو لویدیځی منابع تشویش ښکاره کوی چی د دې سند په رسوا کېدو سره د فساد پر ضد مبارزه ځکه بې اغیزې کیږی چی فساد اوس پخپله تر حامد کرزي پوری هم رسېدلی دی ، او د دې سند څخه نه کابل او نه هم واشنګټن انکار نسی کولای .