کور / تازه خبرونه / یوه امریکایی ډګرمنه او یو بل پوځی ووژل سو

یوه امریکایی ډګرمنه او یو بل پوځی ووژل سو

پنتاګون خبر ورکړ چی د هوایی ځواک یوه ۴۶ کلنه امریکایی ډګرمنه چی د مې په میاشت کی د کندهار په هوایی اډه کی ناروغه سوې او بیا د علاج لپاره امریکا ته راوستل سوې وه ، اتلس ورځی مخکی په امریکا کی مړه سوه . پنتاګون وایی چی د هغې مړینه ځکه زموږ په افغانی تلفاتو کی حسابیږی چی د وظیفې په حال کی وه . پنتاګون دا یوه ډیره ستره ضایعه وبلله .
پنتاکون زیاتوی چی طالبانو وړمه ورځ یو امریکایی عسکر په لوګر ولایت می وویشت او ځای پر ځای یې وواژه .
په دې سره د نوامبر په میاشت کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۵۳ ته ورسېدل خو د ډسمبر تلفات یې لا تر اوسه نه دي اعلان سوي .